Sunday, May 26, 2019

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې پر مظاهره چیانو په برید کې لږترلږه ۳ تنه وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانو د پاکستاني پوځیانو په حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

خو د پاکستان پوځ وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو په شمالي وزیرستان کې د دوی پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۵ پوځیان ژوبل شول.
دا په داسې حال کې ده چې خپلواکې رسنۍ او د سیمې اوسېدونکي وايي، د پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانو ډزې کړي چې له کبله یې لږترلږه ۳ احتجاج کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ژوبل دي.
په ټپیانو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) غړی محس داوړ هم شامل دی خو داوړ رسنیو ته ویلي چې ټپ یې برسېرن دی.
همداراز شاهدان وايي چې پوځ د پښتون ژغورنې یو بل مشر علي وزیر او د ګرنډ جرګې مشر ګل عالم نیولي دي.
له حملې وروسته د پاکستان پوځ په سیمه کې ګرځبندیز لګولی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سیمې اوسېدونکو وروسته له دې احتجاج وکړ چې تېره شپه د دوی په وینا امنیتي ځواکونو د سیمې خلک وځورول.
پوځ څو ورځې مخکې په دې خاطر د سیمې یو شمېر اوسېدونکي ونیول او تشدد یې ورسره وکړ چې نامعلومو وسله والو د پوځ پر یوې پوستې برید وکړ.
د پاکستان پوځ وايي چې د دوی د ځواکونو په برید کې ۳ مظاهره چیان وژل شوي او لس نور ژوبل دي.
پوځ همداراز ادعا کړې چې د مظاهره چیانو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ هڅه کوله چې پر پوځ فشار راوړي چې تروریستان خوشي کړي.
د پاکستان پوځ په وروستیو کلونو کې د قبایلي سیمو لسګونه زره ځوانان له تروریزم سره د تړاو په نوم وژلي یا بې درکه کړي دي.
په شمالي وزیرستان کې دا تازه خوندی تشدد وروسته له دې کېږي چې تېره میاشت د پاکستان د پوځ ویندوی د قوې په وسیله د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو خبرداری ورکړ.

No comments: