Sunday, May 26, 2019

د ګلالۍ اسماعیل پر کور چاپې د بشري حقونو فعالان اندېښمن کړي

 
په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پر کور د پولیسو چاپې اندېښمن کړي او وايي د حکومت دا اقدام د بیان د ازادۍ مخنیوی کول دي.

د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر محمد اسماعیل وايي، پولیسو د مې پر ۲۵مه پېشمني مهال د هغوی پر کور چاپه ووهله او د ګلالۍ اسماعیل پوښتنه یې وکړه.
نوموړی وايي، ګلالۍ اسماعیل یواځې د پښتنو د حقونو خبره کړې او دا کوم جرم نه دی چې ریاستي ادارې دې ورپسې شي. نوموړي وویل:
"بېګا پولیس زموږ کور ته راغلل او ویل یې چې ګلالۍ ګورو. ما ورته وویل، هغه واده شوې ده او دلته نه اوسېږي خو کله کله راځي. موږ اوس وکیلانو سره مشورې کوو چې مخکې څه وکړو؟"
د ګلالۍ اسماعیل پر ضد د اسلام اباد په "شهزاد ټاون تاڼه" کې د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده. په ټولنیزه میډیا خپور دې اېف ای ار کې لیکل شوي چې ګلالۍ اسماعیل په اسلام اباد کې د مومندو وژل شوې ماشومې فرشتې په اړه د یوې غونډې پرمهال د ریاستي ادارو خلاف خبرې کړې دي او نور پښتانه یې د پاکستان خلاف د راپارولو هڅه کړې ده.
د اېف ای ار په پاڼه د ټېلېفون لمبر سره "عبدالرشید تاڼه شهزاد ټاون" لیکل شوي. له دغه تن سره مو چې د اېف ای ار په اړه د تفصیل اخیستو لپاره رابطه وکړه نو یواځې دومره یې وویل:
"په دې اړه پلټنې روانې دي نو نور هېڅ نشمه ویلی."
ګلالۍ اسماعیل د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه له لندنه اسلام اباد ته د رسېدو پرمهال پر هوايي ډګر نیول شوې وه او نوم یې د هغو کسانو په لېسټ کې اچول شوی وو چې له هېواده بهر پرې پر سفر بندېز وي.
نوموړې د فبرورۍ پر پینځمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼی د وژنې پر ضد په اسلام اباد کې د مظاهرې پرمهال پولیسو ونیوله خو بیا یې یوه ورځ وروسته خوشې کړه.
د دې ترڅنګ په صوابۍ کې د پښتون ژغورني غورځنګ په یو جلسه کې هم پر هغې د ریاست خلاف د خبرو په تور اېف ای ار شوی وو.
ايا د ریاست خلاف خبرې د ترهګرۍ په زمره کې راځي؟ د قانوني چار پوه کریم مسود یې په اړه وايي:
"د ترهګرۍ دفعات په هغو لګي چې څوک وسله راواخلي او د ریاست خلاف د بغاوت اعلان وکړي او حملې شورو کړي نو په هغه صورت کې دغه کسان د ریاست ضد په فعالیتونو کې ککړېږي. خو بیا د پاکستان په قانون کې دا هم شته چې که څوک د استخباراتي ادارو خلاف سختې خبرې کوي او د کرکې څرګندونه ترې کېږي نو بیا هم ریاست سره دا اختیار شته چې د هغو کسانو خلاف د ترهګرۍ کیسونه جوړ کړي."
د عوامي نیشنل ګوند غړې او د بشري حقونو مبارزه جمیله ګیلاني بیا وايي، د ګلالۍ په څېر کسانو پر ضد د ترهګرۍ مقدمې درج کول او د هغوی په پرامنه احتجاجونو بندېز لګول د بیان د ازادۍ او د ولس د حقونو لپاره د اییني غوښتنو مخنیوی دی.
"ډېر لږ خلک داسي رښتیا وايي، د ګلالۍ په تقریر کې داسې هېڅ خبره نه وه چې ګواکې هغې د پاکستان ریاست ننګولی دی. هغې یواځې د بشري حقونو په اړه خبره کړې ده چې باید د فرشتي او د خیسور د پېښو په څېر د واقعاتو مخنیوی وشي. که څوک د حق خبره کوي او مظلومانو سره درېږي نو هغوی سره به ریاست داسي چلند کوي؟ زما خیال نه دی چې خلک به ووېرېږي او خاموشه شي."
ګلالۍ اسماعیل ته د نجونو د تعلیم او حقونو لپاره پر مبارزه یو شمېر نړیوالې جایزې هم ورکړل شوې دي. خو پر نوموړې له هغه وروسته مقدمې درج کېدل پیل شوې چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې فعالیت شورو کړ او د یاد غورځنګ په غونډو کې یې ویناوې وکړې.
د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور د اپرېل پر ۲۹مه، ویلي ول چې د پښتون تحفظ مومنټ پلویان د نورو په لاسونو کې لوبېږي او خبرداری یې ورکړی وو چې نور یې وخت تېر شوی، پر ضد به یې قانوني اقدام کوي.
https://www.mashaalradio.com/a/29963493.html

No comments: