Sunday, February 5, 2023

خپله خاوره خپل اختيار - آزاد سيکولر پشتونستان

 خپله خاوره خپل اختيار 

وقار محمد

موږ غوارو چی د خپل وطن او قوم پرمختيا لپاره پشتونستان دا پنجاب تسلط نه آزاد کو او    خپلو خلقو ته د تعليم حق ورکړ و

موږ يو آزاد سيکولر پشتونستان غوارو چی زموږ راتلونکی نسل پرمختيا او روښانه ورځ وګوری ۰

-  تر نن روځ پوريی پنجاب زموږ اوبه و نوری سر چينی خپل لاس کی ساتلی دی  

موږ د پنجاب تسلط نه آزادی غواروو خووو دا به يوه لوي تيروتنه وی چی افغانستان دا فکر وکی چی موږ     افغانستان سره يو ځای کيږوو

 موږ چی کله د آزاد پشتونستان خبره کوو نو د پاکستان پشتنو د سيمی خبره کوو دا به څنګه آزادی وی چی پاکستان  د غلامی څخه ځان او باسو او د افغانستان غلامی ته ځان ورکو؟

پنجاب واک لرونکی خپل ماشومان اروپا ته د تعليم پاره ليږی خو د پشتنو ماشومانو د پاره مدارس خلاصه وی چی پشتون دی بې سواده پاتی شی او پرمختياونکړییی-موږ د خپلوو ماشومانو د پاره هغه تعليم غواړو چی سپوږمی  وروخيزی نه چی ترهګر يا ملا تری جوړ شی 

نن چی پشتانه ۵ پاتی دی نو وړومبی پشتانه خپله ملامت دی- زموږ ډير مشران او ليوالان د پنجاب سره مرسته کوی خو پنجاب څخه د پشتنو د حقوقوپوښتنه نشی کولای او پنجاب د خپلو ګتو د پاره پښتانه د مذهب په نوم  استعمالوی  

سيکولرازم دا معنی نه لریی چی تاسو خپل مذهب پريږدئ، سيکولرازم مفهوم دا دی چی مزهب بايد دسياست نه    لری وی ، د پاکستان دغه نظريه چی مذهب او سياست يو دی غلط څابت شو او دا د پاکستان يوه ناکامه تکلاره  

ده 

د اروپا پرمختيا راز هم دا دی چیز مذهب او سياست جدا جدا دی

 پينځه سوه کاله مخکی د اروپا سياست او مذهب دوراه يو ځاې وو او د ناکاميی په لور روان وو خو د اروپا پوهانو چی کله مذهب او سياست جلا کړو نو پرمختيا پر روان شول 

زموږ د انقلاب اول کار به دا وي چې تعليم باندی توجه وکړو۰ موږ غوارو چې خپل قوم د نا پوهی او نالوستی نه       او  باسو۰ د پشتونستان د دولت به دا مسوليت وي چې پينځه نه تر ۱۷کلنو جني او هلک لازمی تعليم وکړئ، خو بايد مور او پلار هم دا مسوليت ولری چی پخپل اولاد مکتب ته وليږی- د پشتونستان انقلابی دله غواری چې تر    پوهنتونه پورې مجاني تعليم وکړی،هغه کورنی چې خپل ماشوم مکتب ته ونه ليږی نو هغوی نه به دولت ماشوم واخلی تر څو چې دا ماشوم خپل تعليم تر ۱۲ صنف پايه تا ورسی-

  د پشتونستان انقلابی ډله د پشتنو تولنيز ستونزو ته هم ډير فکر لری او غواړی چې د جينيکو تعليم چی د يو قوم د پر مختيا د پاره ډير مهم دی خپل لمړيتوب و ګنی - د پشتونستان انقلابی ډله نه غواری چی  زردموږ هيواد جينکی    دی بيسواده پاتی 

د افغانستان ثور انقلاب نه پس د پاکستان آی ايس آی د سعودی وهابی رژيم او نړی هغه هیوادونه چې شوروي اتحاد سره ي خپلی ستونځی لرلی يو اتحاد جوړ کرل چې شورويان دی افغانستان نه اوباسی،دهيوادونو د بيسواده  پشتنو مغزو کی دا خبره واچوله چې شورويان به اسلام ختم کړی

د نړی غټ هيوادونو پاکستان ته ميلونه ډالر ورکرل او پشتون يي د اسلام په نوم جهاد ته آماده کړلو شورويان خو افغانستان نن وشړل شول،خو د افغانستان او پاکستان په پشتنو سيمه کښی اوس هم جهادی تراهګر پاتی دی چې د پاکستان استخبارات ورسره مرسته کوی،دا ترهګر چې طاليبان دی د پاکستان په مدرسو اه د افغانستان ثور انقلاب په ضد جهاد ته تمرين شوی وو

  د پاکستان عسکری قواوی او استخابارات نه غواری چې افغانستان او د پاکستان پشتنو سيمو کی امنيت راشی؛ د پاکستان استخبارات اوس هم د پشتنو قبايلو سيمو کښی پټ ترهګر روزی او مرستی ورسره کوی۰

پاکستان يو غير ظبيعي مثنوی رياست دی چې د اسلام په نوم جوړ شوی دی ؛اسعماری قواوو دا غوښتل چې يو داسی هيواد جوړ شی چې په آسيا کی د استعمار په ګټه د استعمار دښمنانو باندی نظر اوساتی

بل خواه د افغانستان واک لرونکو هم د خلکو پر مختیا د پاره هڅی ندی کړی . چې حقیقت او وايو نو د ظاهر شاه په وختونو کی کابل د اروپا غوندی جوړ شویوو،د کابل خلق هم سواد لرونکی وو، ښځو ته ټول حقوق ورکړل شوی وو، خو دا يواځی کابل پوری وو،د هيواد نورې برخې د پرمختيا نه ډير وروسته پاتی شوی وو،بيا چې شورويان له افغانستان نه اووتل او افغانستان واک بيسواده ترهګرو طالبانو لاس ته ورغلو او پاکستان استخباراتو ورسره     مرستی وکړی

۰ترهګرو افغانستان بشپل ډول وران کړل 

چې کله امريکايي ځواکونه طالب ترهګرو ته ماتی ورکړ او افغانستان يي دناپوهي او د جهالت د تيارو نه اويستل،د افغانستان واک ي افغانانو ته ورکړل؛ د نړی تول هيوادونو افغانستان سره معا شی کمک وکړل،خو بيا هم افغانستان هغه پرمختيا ونکړه،موږ دا خبره نشو نظراندازاه کړو چې طالبان ترهګر اوس فعال دی خو د فساد په وجه ټول افغانان اوس هم وروسته پاتی دی،که چيرته د افغانستان مشرانو په رښتيني دغه کمکونه په سمه توګه لګولی وای نو نن به افغانستان نه دوبي غوندي هيواد جوړ شوی وی ر
کله چې مونږ دا خبرهکوو چې د پاکستان دسیمی پشتانه افغانستان سره یوځای نشی کیداینو دهغي يوه غته وجه داده چې افغانستان کی نور قومونه هم دی چې خپل مينځ کې اختلاف او مشکل لری، څوک هزاره نه خوښویاو څوک تاجک او فارسی  ژبه او څوک پشتو ژبه نه خوښوی۰
بيا چې زموږ د پاکستان سيمی پشتانه ورسره وځای شی نو موږ  به بیا هم د هغوی تبعيض سره مخامخ شوکوم چې اوس پنجاب د لاسه وينو 
دا هغه تول واقعيت دی چې موږ دا پريکړه وکړو چې خپل ځان    
ته یو جلا هیوادجوړ کړو چې ورته ويلای شوچې
خپله خاوره خپل اختیار لرو۰

 تل دی وی پشتونستان