د یادونې ده چې دا خبرې د ملالې هغې مرکې برخه دي چې له ووګ سره یې مرکه کړې.

ملاله په دې مرکه کې د خپلې کورنۍ، راتلونکي او د کلتور په برخه کې پر خپلو کالیو غږېدلې.

ملالې د کالیو په هلکه ویلي:

''دا کالي ښيي چې زه له کومه ځایه راغلې یم. ''

نوموړې زیاتوي:


''مسلمانې نجونه، پښتنې نجونه یا پاکستانۍ نجونه، موږ چې کله خپل دودیز کالي اغوندو، ځینې داسې ګومان کوي چې مظلومې یو، بې غږه یو او د نارینه وو تر پرستۍ لاندې ژوند کوو. ''

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

ملاله تېر کال د بریتانیا له اکسفورډ پوهنتونه فارغه شوه.

نوموړې په دې هکله وايي:

''رښتیا مې له هرې شېبې خوند واخیست، ځکه مخکې مې دومره ډېر څه نه وو لیدلي. واقعیت دا دی چې مخکې د خپل عمر له خلکو سره نه وم یو ځای شوې. ''

ملاله یوسفزۍ په سوات کې د نجونو زدکړو کمپاین پر مهال ۱۴ کلنه وه، چې وسله والو طالبانو په ډزو وویشتله.

له هغه وروسته نوموړې د درملنې لپاره بریتانیا ته لاړه او په برمنګهم ښار کې تر اوسه له کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي.

ملاله وايي، له هغې پېښې رغېده، بیا یې د نړۍ لر او بر ته سفرونه کول، کتاب یې چاپ کړ، مستند یې ثبت کړ، ځکه یې وخت نه درلود چې له خپلو همځولو سره وویني، خو په وینا یې ''بالاخره مې پوهنتون کې ځان ته یو څه وخت وموند. ''

نوموړې زیاتوي له نورو ځوانو فعالانو سره هم نژدې ملګرتیا لري او په وینا یې ګریټا تونبیرګ ورته پیغام لیکلی.

''زه پوهېږم چې یوه پېغله چې مرام لري، څومره د زړه زور لري او هیله لرم هره نجلۍ چې د مجلې پر مخ دا تصویر ویني پوهېږي به چې کولای شي نړ‍ۍ بدله کړي. ''

ملالې تېر کال اکسفورډ کې د چاپیریال ساتنې له فعالې ګریټا تهومبیرګ سره ولیدل

د عکس سرچینه،@MALALA

د عکس تشریح،

ملالې تېر کال اکسفورډ کې د چاپیریال ساتنې له فعالې ګریټا تهومبیرګ سره ولیدل

ملاله وايي، شهرت یې د بریتانیا په برمنګهم ښار کې چې ملاله پکې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، د ښوونځي پر چارو اغېز کاوه.

دا وايي:

''خلکو به داسې پوښتنې کولې لکه د بېلګې په توګه له ایما واټسن یا اینجلینا جولي سره له لیدو وروسته دې څه ډول احساس درلود، دا عجیبه ده، ځکه ما غوښتل هغه ملاله د ښوونځي له ودانۍ بهر پاتې شي او زه یوازې یوه زدکونکې او ملګرې پاتې شم. ''

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

ملاله وايي، تر اوسه د راتلونکي په هکله څرګند پلان نه لري او په وینا یې ''له ځانه پوښتنه کوم چې راتلونکي کې به چېرې اوسم؟ ایا بریتانیا کې به پاتې شم، که پاکستان یا کوم بل هېواد کې به ژوند کوم؟ ''

نوموړې وايي، مور، پلار یې کله نا کله د ریبارۍ 'خواستګارۍ ' برېښنالیکونه هم ترلاسه کوي چې پکې ''هلک وايي، ډېر کورونه او ځمکې لري او غواړي له ما سره واده وکړي. ''

دغه بشپړه مرکه به د برټش ووګ مجلې په جولای ګڼه کې چاپ شي چې دکانونو کې به ترلاسه کېږي او د جمعې له ورځې وروسته به یې انلاین بڼه خپره شي.

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-57336211