Sunday, March 1, 2020

پر اتم مارچ د پاکستان لویو ښارونو کې د مېرمنو لاریونونه کېږي

په پاکستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره فعالو تنظيمونو اعلان کړی چې سږکال به د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د هېواد په اتو ښارونو کې «عورت مارچ» کېږي.

دغه لاريونونه ویمن ډېموکرېټک فرنټ، وېمن اېکشن فورم، هم عورتين، عورت مارچ لاهور او عوامي ورکرز پارټۍ له خوا تنظيم شوي دي.
د وېمن ډېموکرېټک فرنټ مشرې عصمت شاهجهان د مارچ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل، لاريونونه به په کوټه، اسلام اباد، سکر، حېدراباد، کراچۍ، لاهور او فیصل اباد کې کېږي.
دا دريم کال دی چې په پاکستان کې ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت نه يوازې سړکونو ته ووځي بلکې پر ټولنيزو رسنيو يې وار له مخه د خپلو حقونو لپاره کمپاين پیل کړی دی.
ښځې چې د پاکستان د نفوسو نږدې نيمايي جوړوي پکې زياتره په کليوالو سيمو کې ژوند کوي.
که وکتل شي نو لاريونونه په لويو ښارونو کې کېږي او پر ټولنيزو رسنيو ښاري ښځې فعالي دي.
هم دې ته په کتو سره دا ويل کېږي چې د کليوالو سيمو ښځې له دغو هلو ځلو څخه بې برخې پاتې شوې دي.
ندا کرمانۍ په کراچۍ کې د ټولنپوهنې ښوونکې ده. هغه د ښځو د لاريونونو ملاتړ کوي خو وايي بايد منتظمين يې کليو بانډو ته ولاړې شي او ښځې په لارويونو کې ګډون ته وهڅوي او يا هم هلته عورت مارچ وکړي.
البته هغه زياتوي چې په نړۍ کې زياتره ټولنيز غورځنګونه په ښارونو کې زېږېدلي چې ورو ورو يې اثر کليوالو سيمو ته رسېږي.
نداکرمانۍ سږني لاريونونه له پخوانيو هغو سره پرتله کوي او وايي چې له وخت تېرېدو سره به د دې جغرافيايي دايره هم ورو ورو پراخه شي.
هغه زياتوي:
"دا لاريونونه به اول په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې کېدل، ورپسې کال پکې حېدراباد، کوټه او پېښور شامل شول او تمه ده چې سږ کال به پکې نور ښارونه هم شامل شي. حیدراباد کليوالو سيمو ته نور ورنږدې دی نو په لاريون کې د ګډون لپاره له کليوالو سيمو هم ښځې راځي. تمه ده چې سږکال به د ښځو په لاريون کې له کليو څخه هم ښځې راشي."
عصمت شاهجهان بیا له دې سره اتفاق نه کوي چې عورت مارچ يوازې د ښاري ښځو لپاره ګټور دی.
د هغې په وينا، د ښځو لاريونونه د برابرۍ، انصاف، حق، جمهوريت او د مترقي ټولنې د رامنځ ته کولو بيانيه پر مخ وړي چې د هغې په خبره ګټه به یې نه يوازې د کليوالو سيمو ښځو ته بلکې سړيو ته به هم رسېږي.
د نړيوال اقتصادي فورم ۲۰۲۰م زکال رپورټ پاکستان په هغو هېوادونو کې ياد کړی چې پکې جنسي عدم مساوات تر ټولو زيات دی.
د جنسي عدم مساوات د درجه بندۍ په لړ کې د ۱۵۳ هېوادونو په فهرست کې پاکستان په ۱۵۱نمبر دی.

No comments: