Sunday, June 2, 2019

په خیبر پښتونخوا کې ناموسي وژنې زیاتې شوي

په خیبرپښتونخوا کې د بشري حقونو کارکونکي وايي، په دې صوبه کې ناموسي وژني زیاتې شوې دي خو حکومت یې د مخنیوې لپاره سم ګامونه نه پورته کوي.

د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې «دي اوېکنینګ» یو مشر شمشېر علي د جون پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وویل، په خیبرپښتونخوا کې یواځې په مې میاشت کې ۱۵ ښځې د غېرت په نوم وژلې شوې دي چې پکې زیاتې یې د سوات دي.
نوموړی وايي، په روان کال کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر ۲۵ پورې مېرمنې په ورته ډول وژلې شوې دي.
په یوه تازه پېښه کې، د مې پر ۳۰مه د بنو په هاتي خېلو کې یوه مېرمن د غیرت په نوم ووژل شوه. د بنو د پولیسو ویاند اصف حسن د جون پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وویل، پر دې ښځې تور وو چې په خپله خوښه یې واده کړی وو. نوموړی وايي: "د دغې ښځې له وژل کېدو وروسته د هغې د کورنۍ درې نور کسان هم وژل شوي دي."
اصف حسن وايي، په وژلو شوو کې د جینۍ تره زامن او وروڼه شامل دي. پولیس د پېښې پلټنه کوي خو ځینې خلک وايي دا درې سړي د کلي خلکو ویشتي دي او ځیني نور بیا په دې اند دي چې کېدی شي د ښځې خاوند یا سخرګنۍ دا کار کړی وي.
دا چې په خيبرپښتونخوا کې د ناموسي وژنو د زیاتېدو علتونه څه دي؟ دي اوېکنینګ ادارې یو مشر شمشېر علي یې په اړه وايي، قبایلي کلتور، د تعلیم کمی، د ښځو د حقونو په اړه کم پوهاوی او د قوانینو په سمه توګه نه عملي کېدل د ناموسي وژونو د زیاتېدو وجوهات دي.
په دې اړه مو له حکومتي چارواکو سره د خبرو هڅې وکړې خو بریالي نه شو، البته د خیبرپښتونخوا حکومت د ښځو د تحفظ او د ناموسي وژونو پر ضد یوه قانوني مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده خو د مذهبي ډلو د نیوکو له وجې لا تر اوسه نه ده منظوره شوې.
د ښځو د حقونو مبارزه شاد بېګم بیا وايي، پخوا به هم ناموسي وژنې کېدلې خو اوس د ټولنیزې میډیا له وجې زیاتې رپورټ کېږي.
د پاکستان پارلیمان په ۲۰۱۶ز کال کې د غیرت په نوم د وژنو د مخ نیوي او په زړو قوانینو کې د بدلون لپاره یوه قانوني مسوده منظوره کړې وه خو د بشري حقونو د پوهانو په وینا په داسې معاملو کې د ګواهانو د غلي پاتې کیدو، د ناسمو پلټنو او د متاثره شوې کورنۍ لخوا د مجرم د معاف کولو له کبله، ذمه وار کسان اکثر د سزا نه بچ پاتې شي

No comments: