Sunday, June 2, 2019

عثمان کاکړ: پاکستان کې د زرګونو پښتنو کارډونه اوس هم بند دي

 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د سېنېټ د بشري حقونو د قایمه کمیټۍ غړي عثمان کاکړ د سېفران [د سرحدونو او ریاستي چارو] د وزیر شهریار اپریدي هغه خبرې رد کړي چې ګواکې د ۱۸۰۰۰۰ پښتنو بلاک شناختي کارډونه یې بیرته فعاله کړي دي.

عثمان کاکړ د جون پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وویل، موجوده حکومت د پښتنو د شناختي کارډونو د پرانېستو په لړ کې بې بنیاده ادعاوې کوي او د نادرا ادارې او د حکومتي معلوماتو له مخې اوس هم د ګڼو پښتنو شناختي کارډونه بند دي.
هغه وړاندې وویل: "نادرا وايي چې شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ زره شناختي کارډونه اوس هم بند دي او په دې کې ۹۵ فيصده د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د اوسیدونکو پښتنو دي."
د پاکستان د سېفران وزیر شهریار اپریدي د مې پر ۳۱مه په قامي اسمبلۍ کې د تقریر پرمهال ویلي ول چې تېر حکومت د ګڼو پښتنو شناختي کارډونه بند کړي وو خو موجوده حکومت د ۱۸۱۰۰۰ پښتنو شناختي کارډونه بېرته فعاله کړي دي.
شهریار اپریدي دا هم ویلي وو، په پاکستان کې یو مهال داسې قانون جوړ شوی وو چې پکې راغلي وو، په دغه هېواد کې مېشت پښتانه دې دا ثبوت وړاندې کړي چې دوی د ۱۹۷۹ کال نه مخکې هم دغلته اوسېدل. هغه وړاندې وویل:
"دا کار تېرو حکومتونو کړی وو خو د تحریک انصاف د حکومت جوړېدو نه پس مو د ۱۸۱ زرو پښتنو بلاک شوي کارډونه بېرته فعاله کړل."
د مسلم لیګ(ن) په مشرۍ حکومت په ۲۰۱۷م کال کې د ګڼو کسانو شناختي کارډونه په دې شک کې چې ګویا دوی غیر ملکیان دي، بند کړي وو.
د دې ګام پر ضد پښتونخوا ملي عوامي او عوامي نېشنل ګوندونو احتجاجونه وکړل. هغه مهال د کورنیو چارو پخواني وزیر چودري نثار علي خان ویلي ول چې د شناختي کارډونو بیرته فعالولو لپاره دې اړونده ادارو ته په پاکستان کې د ۱۹۷۹م کال نه وړاندې د اوسېدو د ثبوت په توګه د زمکې یا نور اسناد وښودل شي.
خو ګڼ پښتانه دا شکایتونه هم کوي چې په پاکستان کې د اوسېدو د ثبوتونو ښودولو باوجود هم د هغوی شناختي کارډونه لا تراوسه بند دي.

No comments: