Saturday, September 28, 2019

د ډاکټر نجیب الله ۲۳ تلین، پلویان او مخالفین یې لا هم یادوي

د سپتمبر ۲۷مه له هغې ورځې سره سمون خوري چې طالبان ۲۳ کاله دمخه کابل ته ننوتل او پخوانی افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله یې اعدام کړ.
د ډاکټر نجیب الله ځينې ځوان پلویان نن جمعه ۲۷ سپتمبر د کابل واټونو ته راوتلي وو او د هغه د ۲۳ تلین په مناسبت یې په بېلا بېلو ځایونو کې د ده عکسونه ټومبل.
د مېروېس مېدان یا کوټې سنګي پر پله یې د هغه لوی تصویر راځوړند کړ، داسې لکه څه باندې دوې لسیزې مخکې چې د هغه مړ وجود په دار شو.
لکه نن، ۲۳ کاله مخکې همداسې د جمعې ورځ او د سپتمبر ۲۷ نېټه وه، وسله وال طالبان د جمعې په شپه کابل ته ننوتي وو، مهمې سيمې يې نېولې وې او جهادي ډلو پلازمېنه پرېښې وه
کابل مېشتو په اریانا څلور لارې کې د ډاکټر نجیب الله او د هغه د ورور جنرال شاپور احمدزي د مړو په لیدو ټکان خوړلی و چې د ترافیکو په یوه ستنه پورې راځونډ وو.
د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نظرونه مختلف دي. د کابل ده افغانان سيمه کې یوه عکس او جنترۍ یا کلیزې پلروونکي ته ورغلم.
په مخ کې يې د نقشو او د نجیب الله د عکسونو تر څنګ د بېلا بېلو جهادي قومندانانو، نظامي او سیاسي څېرو عکسونه هم پراته وو. د احمد شاه مسعود، عبدالرشید دوستم، قسیم فهیم، جنرال رازق او محمد اشرف غني.
لکه د همدغو څېرو، د ډاکټر نجیب الله ملاتړي او مخالفان هم سره ویشلي دي. څوک یو چا ته اتل خو نورو ته ظالم ښکاري او همداسې برعکس.
هماغلته مې دوه لارویان راوګرځول، یو يې دغه پخوانی ولسمشر ظالم باله او بل له هغه سره په جنګېدو پښېمانه و. لومړي هغه وویل:
''مجاهدین به چې کلیو ته ننوتل، ده به الوتکې پسې واستولې، بمبارۍ به یې پرې وکړې او د حکومت مخالفینو تر څنګ به یې بې ګناه کلیوال هم ورسره ووژل. ''
  1. دویم کس بیا وویل:
    ''دوولس کاله مې د ده پر ضد جهاد وکړ، جګړه مې ورسره وکړه، موږ تېر ایستل شوي وو، دی ډېر وطندوست سړی و، چې په دار یې کړ، سخت پرې خواشینی شوم. ''
    د ډاکټر نجیب الله مېرمنې فتانې نجیب د هغه د ۲۳ تلین په مناسبت په یوه لیکنه کې کښلي چې د افغانستان په اړه يې د مېړه اندېښنې ريښتیا شوې. د هغې په خبره، ځکه د نجیب الله د فکر پلویانو پر زړه د هغه وړاندوینې ناستې دي.
    د هغه واکمنۍ د وخت یو پوځي افسر جنرال امرالله امان هم په همدې نظر دی او وايي له همدې کبله په ځوانانو کې د ډاکټر نجیب الله د فکر لارویان ډېر شوي
    ډاکټر نجیب الله د خپل واک په وروستیو کلونو کې د افغانستان د لانجې د هواري لپاره د ملي پخلاينې تگلاره اعلان کړه خو د يولړ لاملونو له کبله تگلاره خپلې موخې ته ونه رسيده.
    د افغانستان دغه پخوانی ولسمشر په پکتیا کې پخپله پلرنۍ هدیره کې په یوه خاورین قبر کې خښ دی.

No comments: