Saturday, September 28, 2019

استاد هدایت الله خاورو ته وسپارل شو

 د پښتو موسېقۍ نامتو سندرغاړي استاد هدایت الله د سېپټمبر پر ۲۸مه پېښور کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د فاني نړۍ او خپلو مینه والو سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه.

نوموړی په همدې ورځ د نوښار په ډاګ بهسود کې چې د نوموړي پلرنۍ سیمه ده، خاورو ته وسپارل شو.
د استاد هدایت الله لمسي مشال خان مشال راډیو ته وویل چې نېکه یې اوږده ناروغي تېره کړه:
"نیکه مې له تېرو اتو یا لسو کلونو راهېسې ناجوړه وو. اول لږ لږ ناجوړه وو، له کوره به د باندې وتلو، خو بیا وروسته یې بیماري زیاته شوه، له کوره نه شو وتلی او حافظه یې هم کمزورې شوې وه، څوک به یې نه پېژندل."
استاد هدایت الله په ۱۹۴۰ کال کې د پبو په ډاګ بهسود کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. هغه د خپل کلي له های سکوله د لسم جومات امتحان پاس کړی وو او بیا هملته د کرکیلې په اداره کې تر ۲۵ کلونو پورې مامور پاتې شوی وو. خو د شهرت وجه یې د هغه خوږ اواز او پښتو موسیقۍ ته خدمت وه.
نوموړي په ۱۹۶۹ کال کې پېښور راډیو ته او په ۱۹۷۱ کال کې د پشتو فلمي نړۍ ته د یو سندرغاړي په حیث ورغلی وو او تر لسګونو کلونو پورې یې خپل خدمات وړاندې کړي وو.
د نوموړي په اړه ویل کېږي چې له ۵۰۰ نه زیاتو پښتو فلمونو لپاره یې سندرې ویلي چې ځیني یې اوس هم مقبولې دي.
د پاکستان حکومت نوموړي ته د هغه د ښه هنرمندۍ له وجې صدارتي اېوارډ ورکړی وو خو مینه وال او کورنۍ یې وايي، وروستی ژوند یې ډېر له کړاوه ډک وو او حکومت یې د درملنې لپاره هېڅ هم نه وو کړي.
د پښتو موسېقۍ استادان وايي استاد هدایت الله د یو ځانګړي غږ څښتن وو. موسېقار ای ار انور مشال راډیو ته په دې اړه وویل:
"هغه یو ځانګړی غږ درلودلو. یو وخت وو چې د هغه له سندرې پرته به فلم نېمګړی ګڼل کېدو."
نوموړی وايي، کله چې استاد هدایت الله په یوسف خان شېربانو فلم کې سندرې وویلې او کراچۍ ته لاړ نو د هغه ځای موسېقارانو ویل چې د هغه غږ بلکل د هندي سندرغاړي محمد رفیع په شان دی.
موسېقار ای ار انور وايي د هدایت الله مړینه د پښتو موسېقۍ لپاره یوه ستره ضایع ده.

No comments: