Saturday, April 20, 2019

فاټا ګرینډ الاینس وايي حکومت له دوي سره یوه وعده هم نده پوره کړې

د فاټا ګرینډ الاینس په نامه سیاسي اتحاد د اپرېل پر ۲۰مه د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې داسې ولسي غونډه کړې چې د ټولو قبایلي ضلعو مشرانو پکې ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته رامنځ ته شوي صورتحال خبرې او بحث شوی دی.
د خیبر ملک اسرار کوکي خیل مشال راډيو ته وویل ، “ موږ د اصلاحاتو دغه عمل نه منو چې فاټا یې په خیبر پښتونخوا ورګډه کړه خو حکومت په خپلو وعدو کې یوه هم نه ده پوره کړې.”
ده وویل ، “ سکولونه مو وران دي ، مدرسې ویجاړې شوې ، سړکونه او کورونه ویجاړ شوي ، بازارونه وران دي ، په سی پیک کې برخه رانه کړې شوه او د این ایف سي اویوارډ نه هم ټولو صوبو انکار کړی دی.”
د وزیرستان ملک خان مرجان وویل چې “ اوس حکومت غواړي د قبایلو په وسایلو او معدنیاتو باندې د هغوي د پوښتنې نه بغیر قبضه وکړي ، ایف سي آر ختم دی او خو د پاکستان د نورو بندوبستي سیمو قوانین هم لا نه دي عملي شوي”.
ملک خان مرجان زیاته کړه چې “ موږ سره دې حکومت کښېني موږ پر دې نوي نظام شک لرو دا د قبایلو په ګټه نه دی”.
په دې غونډه کې شریک د مومندو یو مشر ملک نادر منان وویل چې “ دا نوی نظام هلته لانجمن شوی او د ګټې پر ځای تاوان طرف ته روان دی ، دا پریکړه دې بیرته واخیستل شي او قبایلي سیمو له دې د ځان له صوبې حیثیت ورکړل شي”.
د واکمن ګوند تحریک انصاف د قبایلي ضلعو یو مشر او له خیبره د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي وویل ،“ فاټا چې په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوه نو دې سره به قبایلو ته ګټې ورسي ، د قبایلو د ۷۰ کالو محرومۍ به ورسره ختمې شي.”
اقبال اپرېدي زیاته کړه چې وزیر اعظم عمران خان چې کوم اعلانونه کړي او قبایلو سره یې کومې وعدې کړې دي هغه به عملي کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې “ د این ایف سي ایوارډ برخه به ضرورو قبایلو ته ورکول کېږي او ۱۰ کلن پرمختیایی پلان باندې به هم عمل کیږي او وزیراعظم د ۵۶ اربه روپیو یوه ځانګړې منصوبه هم قبایلي ضلعو لپاره اعلان کړېده”.
پخوانۍ قبایلي سیمې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د پاکستان په اساسي قانون کې د بدلون له مخې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې وې.

No comments: