Sunday, December 16, 2018

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید څلور کاله پوره شو

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په شوي برید کې د وژل شوو څلورم تلین د دسمبر پر ۱۶مه لمانځل کېږي.
د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶مه وسله والو د پېښور پر ارمي پبلک سکول برید کړی وو چې د شاوخوا ۱۳۰ ماشومانو په ګډون تر ۱۴۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو.
د هغه برید زمه واري بیا تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
تر هغه برید وروسته د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره قامي تګلاره یا نېشنل ایکشن پلان جوړ کړی وو او په هېواد کې یې د پانسۍ له سزا بندیز پورته کړ.
دا راز د نیول شویو ترهګرو پر ضد مقدمو لپاره د ځانګړیو پوځي عدالتونو لپاره هم آییني منظوري ورکړل شوه چې تر اوسه کار کوي.
خو په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو ماشومانو د میاندو پلرونو د اتحادیې مشر فضل خان اېډوکېټ وايي تر اوسه دوی ته انصاف ور نه کړل شو.
ده وویل ، “موږ دا غوښتنه کوله چې په دې پېښه کې که د وفاقي حکومت یا صوبايي حکومت او یا هم د ریاستي ادارو کومو چارواکو غفلت کړی وي نو هغوي دې په ګوته کړل شي او سزا دې ورکړل شي.”
فضل خان اډوکېټ وویل ، “ تر څلور کاله تېریدو وروسته هم حکومت موږ لا نه یو مطمین کړي او نه ریاست او نه هم د عدالت لخوا موږ ته انصاف راکړل شو.”
د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر پنځمه د ارمي پبلک سکول د پېښې څیړلو لپاره پېښور هايي کورټ ته د یو عدالتي کمېشن جوړولو امر کړی وو.
د یاد کمېشن له چارواکو سره مو رابطه وکړه خو هغوي په دې هکله څه ویلو ته تیار نه شول.
د پېښور هايي کورټ بار ایسوسي اېشن مشر ایډوکېټ ارباب عثمان مشال رېډیو ته وویل چې یاد عدالتي کمېشن ډیر په تندۍ خپل کار پر مخ بیولی دی او تمه ده چې زر خپله فېصله واوروي.
ده وویل ، “زما خیال دی چې عدالتي کمېشن د دې پېښې په اړه د متعلقه خلکو بیانونه مکمل کړي دي او اوس موږ فېصلې ته انتظار کوو.”
ایډوکېټ ارباب عثمان وویل چې دا کمېشن به حکومت ته سپارښتنې کوي او ممکنه ده چې هغه خلک په ډاګه کړي چې په دې کې یې غفلت کړی دی.
د ده په وینا ، دا بیا د حکومت او ریاست کار دی چې د هغو خلکو پرضد څه اقدامات کوي.
د پېښور ارمي پبلک سکول د پښې ښکار شويو ماشومانو د میاندو پلرونو په غوښتنه سږکال په اپریل میاشت کې د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار سوموټو نوټس اخیستی وو او په اکتوبر کې یې په دې هکله د یو اوریدنې پر مهال د عدالتي کمېشن جوړولو د امر تر څنګ له دغو متاثرینو بخښنه وغوښته چې دوی ته په انصاف ورکولو کې دومره وخت ولګیده.
جسټس ثاقب نثار په دغه موقع ویلي وو چې د دسمبر په ۱۶ مه به د پېښور ارمي پبلک سکول دوره هم کوي.

No comments: