Sunday, October 28, 2018

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه شوې

بنو ـ د اکتوبر پر ۲۸مه د خېبر پښتونخوا په بنو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه وشوه چې پکې د تحریک لسګونو مشرانو او زرګونو پلویانو برخه واخېسته.

جلسه د بنو د لوبو په لوی سټېديم (سپورټس کمپلېکس)) کې وشوه چې ورته د غورځنګ مشرانو ویناګانې کړې دي.
جلسې ته د وینا پر مهال د غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، دوی به د پښتنو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او وخت په وخت به د پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې خپلې جلسې جاري ساتي.
د پښتون تحفظ مومنټ مشرانو مشال راډیو ته ویلي دوی ۳۰ زره څوکۍ د ګډونوالو لپاره سټېډیم ته ور وړي او نږدې ټول له خلکو ډکې شوې وې.
جلسې ته په وینا کې د غورځنګ یوه مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر وویل، له سړیو سره سره د قبایلي سیمو ښځې هم د تېرې څه د پاسه لسیزې په ناامنیو کې ځپل شوې دي نو هغوی دې هم د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.
وزیر وویل، د پښتنو پر وسایلو د سیمې د اوسېدونکو د اختیار او د ټولو بشري حقونو تر لاسه کولو پورې به هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د غورځنګ یوه بل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ جلسې ته په وینا کې وویل، غوښتنې یې ټولې اییني او قانوني دي چې تر پوره کېدو به یې اییني هڅې جارې ساتي.
پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړی چې انتظامیې په سیمه کې موبایل نېټورک بند کړی دی چې له کبله یې د جلسې ژوندۍ ویډیوګانې نشي خپرېدای.
له دې سره سره، غورځنګ ویلي چې د بنو انتظامیې ورته د امنیت لپاره پولیس سرتېري هم نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بنو انتظامیې د قانون د ۱۴۴مې مادې پر اساس په جلسو جلوسونو پابندي لګولې وه خو د پښتون تحفظ مومنټ چارواکي وايي دوی د خالي پر ورځ ناوخته په دې توانېدلي چې له چارواکو د جلسې کولو قانوني جواز تر لاسه کړي.
پښتون تحفظ مومنټ د پښتنو په سیمه کې د ولس د بنیادي بشري حقونو د دفاع غوښتنه کوي او د پاکستان یو شمېر پوځي او حکومتي چارواکي يې غوښتنې ایني مني. خو د غورځنګ مشران وايي ملګري يې بیا هم ځورول کېږي او پرضد يې بې بنیاده مقدمې جوړېږي.

No comments: