Friday, September 22, 2017

ډاکټران وايي هرکال پینځه زره پښتانه په کېنسر اخته کیږي - Blood cancer day in Peshawar



په خیبر 
پښتونخوا کې د کېنسر ناروغۍ د مخنیوي چارواکو خبرداری ورکړی په صوبه او قبایلي سیمو کې د کېنسر د مریضانو زیاتیدونکي شمیره د فکر وړ ده. د دغو چارواکو په وینا په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هر کال پينځه زره کسان د کېنسر په مرض اخته کیږي او په دغو کې د زیاتو کسانو عمرونه د ۴۶ کالو نه کم وي.
په پیښور کې د بلډ کېنسر ډی یا د وینې د کېنسر ناروغۍ نړیوالې ورځ په مناسبت راجوړې غونډې کې ډاکټرانو او مریضانو د کېنسر ناروغۍ په اړه ګټه ورې خبرې کړي دي.
د پیښور حیات اباد میډیکل کمپلکس د کېنسر څانګې مشر ډاکټر عابد جمیل وي او ډیوه ته وايي په پښتونخوا کې د وینې او سینې کېنسر د مریضانو شمیره ډیره ده او دا مهال په صوبه کې د ۱۸۰۰ نهسېوا مریضانو ویړیا یا مفت علاج روان دی. ډاکټر جمیل وايي ٫٫ خیچن ماحول یا الودګي، ملاوټي خوراکونه، سیګرټ او تماکو او د ابادۍ ورځ په ورځ سېوا کیدل د کېنسر ناروغۍ د زیات والي لوې علتونه دي.٬٬
په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل پارټۍ د تیر حکومت راپه دیخوا د کېنسر د ناروغانو ویړیا (مفت) علاج کیږي. د صحت چارو اکي وايي د کېنسر په یو مریض باندې د کال په حساب د څلورنیم لکه نه تر څلویښت لکو روپور پورې مصرف راځي.
د کېنسر د مخ نیوي صوبایي چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي په پښتونخوا کې د مریضانو زیات شمیرهدپیښور، سوات، مردان او چارسدې ضلعو دي او په قبایلي سیمو کې بیا د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او مومندو ایجنسې د ناروغانو شمیره سېوا ده.
په پیښور کې د وینې د کېنسر په اړه په دغه غونډه کې د کېنسر مریضانو هم ګډون کړی او د کېنسر ناروغۍ له وجې د خپل ستونزې څه داسې بیانوي:
هر کال په ګرده نړۍ کې د سپټمبر په ۲۲مه نیټه د وینې د کېنسر (بلډ کېنسر) نړیوال ورځ لمانځل کیږي. د دې ورځې د لمانځول مقصد په خلکو کې د وینې د کېنسر په اړه پوهه او بیداري راوستل دي.
https://www.voadeewaradio.com/a/blood-cancer-day-in-peshawar-/4039999.html

No comments: