Sunday, March 12, 2017

رپورټ: پاکستان کې د خلکو غيبول، ماورای عدالت قتلونه او درغلي دوام لري

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه خپل تازه رپورټ کې د پاکستان په اړه ويلي چې امنيتي ځواکونو په قبايلي سيمو، خيبر پښتونخوا پنجاب او بلوچستان کې د روانو بې امنيوو په تړاو ماورای عدالت وژنې کړې دي.
رپورټ کې د پاکستان په اړه اندېښنې ښودلې دي. په رپورټ کې راغلي چې دلته لا هم د خلکو غيبول يوه لويه ستونزه ده. همداراز له بشري حقونو څخه د سرغړونو لړ کې امنيتي ادارې په ماورای عدالت وژنو تورنې شوې دي او ويل شوې چې هدفي قتلونو، حکومت او پوليسو کې درغليو انساني حقونه تروړلي دي.
په پاکستان کې له ډېر وخت راهيسې بلوچ ملت پاله پر امنيتي ادارو تور لګوي چې په زرګونو بلوچ فعالان يې غيب کړي چې ځيني يې لا هم ورک او د ځينو نوروخراب شوي مړي موندل شوي دي. پاکستاني چارواکو د دې رپورټ د موندنو په اړه څه نه دي ويلي خو پخوا وختونو کې يې د لادرکه بلوچانو په اړه دريځ دا دی چې د ورکو کسانو شمېر په زرګونو نه دی.
د مارچ په دريم تاريخ خپاره شوي، د امريکې بهرنيوو چارو وزارت په خپل رپورټ کې زياته کړې چې پاکستان کې قانون او حکومتي واک سم نه عملي کيږي او اکثره هغه زورورو خلکو ته چې په بېلابېلو جرمونو تورن وي، سزا نه ورکول کيږي. په رپورټ کې په فرقه ييزو وژنو او د ځينو خلکو له خوا قانون په خپل لاس کې اخيستو سره تشدد کولو هم اندېښنې ښودل شوې دي.
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې پاکستان کې د زندانونو حالت ښه نه دی، ملزمان له تحقیقاتو مخکې تر ډېره وخته پورې قيد کې ساتل کيږي او د ځينو قوانينو له وجې مذهبي ازادۍ ته خنډونه جوړ شوې او مذهبي اقليتونه د تعصب قرباني دي. په رپورټ کې ويل شوي چې خبريالانو ته ستونزې جوړول هم دوام لري او په ځينو مطبوعاتي ادارو بريدونه شوې دي.
په داسې حال کې چې دې وروستيوو کې پاکستان کې د غيرت په نامه وژنې ډېرې شوې، د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت په دې رپورټ کې ويل شوې چې جنسي تشدد او د غيرت په نامه وژنې له بشري حقونو څخه لويې سرغړونې دي. همداراز د انسانانو قاچاق، پر ماشومانو تشدد او د ځينو قومونو په اړه تعصب دوام لري. په دې رپورټ کې زياته شوې چې که څه هم د پاکستان امنيتي ځواکونو د وسله والو خلاف عمليات کړې دي خو ترهګري لا هم يو چيلنج يا ننګونه ده چې تر ډېره پورې يې قبايلي سيمې، خيبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ځپلې دي.

No comments: