Sunday, December 11, 2016

په خیبر کې د غار دور لرغونو اثارو اهمیت


د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو محکمې او پيښور میوزم ډایرکټر ډاکټر 

عبدالصمد وایي په خیبر ایجنسۍ کې د دوی د یوې تازه سروې ترمخه څه
نا څه ۳۰،۰۰۰ کاله پخواني اثار موندل شوي دي.

ډاکټر صمد وایي دغه لرغوني ځایونه یوازې په جمرود سیمه کې موندل شوي دي، او ممکنه ده د خیبر په نورو سیمو کې هم ورته اثار موجود وي. ډاکټر صمد وایي ((د ارکیالوجیکل نظره دا یوه لویه کامیابي ده، موږ سره د څه نا څه اتو ملکونو نه خلکو د دغو اثارو د تفصیل لپاره رابطې کړي دي،په دغو کې د بده مت اثار دي، د سکانو او انګریزانو د وخت دي، او تر ټولو پخواني د هغو 
وختونو دي چې کله انسان په غارونو کې اوسیده. ))
په خیبر پښتونخوا او فاټا کې دا تر ټولو لرغونې اثار دي چې په دې وروستیو کې په جمرود کې موندل شوي دي. په اسلام اباد کې د ایشین سویلایزیشن مجلې مدیر او په قاید اعظم پوهنتون کې د ټیکسلا انسټیټیوټ مشر ډاکټر غني الرحمان وایي د خیبر ایجنسۍ پشمول یو شمیر قبایلي سیمې ډیر زوړ تاریخ لري او په جمرود کې وروستی دریافت ډیر مهم دی. ((د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو محکمه بلکل صحیح وایي دوی په دغو سیمو کې میاشت دوه وړاندې سروې پیل کړې وه، د دوی ټیم به روزانه دغو سیمو ته تلو، دا له تاریخي نظره ډېره غني سیمه ده، پخوا به بهرنیان راتلل خو اوس د امنیت له وجې څوک نشي راتلی، په پاکستان کې د لرغونو اثارو د کیندلو کار لومړی انګریزانو یا نورو اروپایانوکړی و، دغې سیمې بیا په دې حواله له پامه غورزول شوې وې. اوس د دې غارونو موندل، په غرونو کې سرنګونه، په دغو لیکل، د بده مت نښې نښانې ، دا شان بیا د مغل دور ،دا ټول ډیر تاریخي ارزښت لري، په پاکستان کې په نورو سیمو کې داسې کار شوی و، خو دغلته ندی شوی نو دا یوه لویه کامیابي هم ده))
د قاید اعظم پوهنتون د ارکیالوجي څانګې استاد ډاکټر سدید عارف وایي د دغو لرغونو اثارو موندل ښکار کوي چې دا سیمې داسې نور پخواني اثار هم لري. ((د دې سروې اهمیت دا دی چې انګریزانو په۱۹۰۵ م او ۱۹۰۶م کالونو په دغو سیمو کې سروې کړې وه، له دغې وروستو په دغو سیمو کې چا داسې سروې او کیندل نه ووکړي، دا له هغې وروستو لومړی وار دی، د خیبر پښتونخوا د ارکیالوجي محکمې چارواکو دا یو لوی کار کړی دی، د غارونو د دور بیا د بده مت اثارو موندل یوه لویه کامیابي ده، او باید چې په دې کې وړاندې کار هم وشي. ))
بلخوا د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته ویلي دوی غواړي چې د قبایلي سیمو د دغو لرغونو اثارو په اړه مالومات او دغو د خوندي کولو د کار لپاره په فاټا سیکټریټ کې یوه بیله څانګه جوړه کړل شي.
http://www.mashaalradio.com/a/28169968.html

No comments: