Sunday, November 22, 2015

جنوبي وزيرستان او باجوړ بمي چاؤدنو کې يو عسکر وژل شوی، څلور ژوبل

د پاکستان په قبائيلي سيمو جنوبي وزيرستان او باجوړ ايجنسۍ کې نن  د اتوار په ورځ د پوځ او ملېشې په سرتېرو دوه بمي چاؤدنې شوي چې په نتيجه کې يې يو پوځي عسکر وژل شوی او د پوځ او ملېشې څلور سرتيري ژوبل شوي دي .
راپورونه د امنيتي چارواکو د قوله وايي چې د جنوبي وزيرستان په سروکۍ سيمه کې پوځي کاروان د معمول په ډيوټۍ  ؤ چې د ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه پرې شوې ده .
امنيتي چارواکو وئيلي د چاؤدنې په نتيجه کې يو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .
په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو په ضد په کال ۲۰۰۹م کې پوځي اپرېشن شوی ؤ ، خو په سيمه کې اوس هم په امنيتي ځواکونو د حملو پېښې رامنځته کيږي .
بل لور ته نن د اتوار په ورځ د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د ملېشې په ځواک د سړک غاړې ته ښځ يو بم په چاؤدنه کې دوه سرتيري ژوبل شوي دي .
د باجوړ ايجنسۍ د چارواکو په وينا د ملېشې په عسکرو د ناوګۍ تحصيل په کمانګرا علاقه کې په داسې مهال بمي چاؤدنه شوې ، چې سرتيري په علاقه کې د ګشت په ډيوټۍ مامور وو .
د ميډيا راپورونو ترمخه د دغه چاؤدنې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې ده .
http://www.voadeewaradio.com/content/article/3068900.html

No comments: