Wednesday, September 16, 2015

له امو تر اباسينه د دې وطن شمله جګول د هر پښتون افغان ذمه واري ده. محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، له امو نیولې بیا تر اباسينه د دې وطن مالک پښتون افغان دی او د دې خاورې ژغورنه د هر پښتانه افغان ذمه واري ده. د ښاغلي اڅکزي په خبره هر ادب چې د خپل ولس د ستونزو نماينده نه وي، خلک پرې تنقيد کوي. دا خبري نوموړي په کوټه کې د پښتو نړيوال سیمينار ته په خپله وينا کې کړې، چې د مشال خبریال خدای نور ناصر يې وډيو جوړه کړې.

No comments: