Thursday, December 4, 2014

سردار علي ټکر - رحمان بونیري د سردار علي ټکر سره دهغه په ژوند تفصيلي ویډیو مرکه کړې -

د ناروی په اوسلو ښار کښې په لسم دسمبر چې کله ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولې انعام (جائزه) اخلي نو د پښتنو ستوری او وتلې هنر مند سردار علي ټکر به دغه مراسم په خپله سندره او موسيقۍ خوندور کوي- نوموړی به د نارويجن نوبل کميټۍ په بلنه "بي بي شيرينه" سندره واېي- په تارېخ کښې لومړې ځل دی چې د نوبل جائېزې په نړيواله مهمو مراسمو کښې به پښتون هنر مند په پښتو کښې سندره واېي- د مراسمو په سبا به سردار علي ټکر د وتلي فلسفي شاعر غني خان مشهور نظم " ای زما وطنه" هم اوروي- بي بي شيرينه سندره ملاله یوسفزۍ او ټولو پښتنو پیغلو ته د درناوي لپاره د ډيوه ریډیو همکار او وتلي خبریال بهروز خان ليکلې، سردار علي ټکر ویلې او د وي او ای ډيوه ریډیو په سهارنۍ خپرونه کښې هره ورځ د (بي بي شیرنې) په برخې کښې نشر کېږي ځمونږ همکار رحمان بونیري د سردار علي ټکر سره دهغه په ژوند دا تفصيلي ویډیو مرکه کړې- دا مرکه کوم تن، اداره بې تپوسه کارولې شي -

No comments: