Wednesday, March 26, 2014

سعودي عربیه د پاکستان پر زیارت وتلې

پروجيکټ سنډيکيټ نومي ادارې پر خپله ويبپاڼه د ليکوالې مي يماني مقاله خپره کړې ده چې پکې د پاکستان او سعودي عرب د اړيکو جاج اخیستل شوی دی. نوموړې په دې نږدو کې ؛د اسلام ځانګو؛ نومي کتاب هم ليکلی دی. ليکواله وايي، امريکا له تيرو څو کلونو راهيسې سعودي عرب له پامه غورځولی دی. سعودي وليدل چې امريکا په مصر کې د حسني مبارک د حکومت د راپرځولو ملاتړ وکړی او ورپسې يې بيا د اخوان المسليمن حکومت ومنلی چې دې عمل ته یې سعودي عرب د بې وفايي په سترګه وکتل. دا شان د شام په اړه امريکايي ولسمشر براک اوباما د بشارالسد د حکومت پر ضد پوځي ګام وا نخیستلی او د دې ترڅنګ امريکا له ايران سره د جوهري پروګرام په اړه د شوي عبوري تړون ملاتړ وکړ. دغو ټولو پرمختګونو سعودي عرب پر امريکا بې اعتباره کړ، ځکه دې هيواد چې کله هم خپل وجود په خطر کې ليدلی په تېره بيا په سيمه کې ايران د ځان سيال بولي نو تل يې پر بهرنيو قوتونو تکيه کړې ده. نو ليکواله پوښتنه راپورته کوي، په داسې حال کې چې اوس سعودي عرب پر امريکا نوره تکيه نشي کولی نو بيا د پوځي ځواک د ترلاسه کولو لپاره کوم لوري ته کتلی شي. د ليکوالې ځواب دا دی، پاکستان هغه هيواد دی چې سعودي عرب ور څخه تمه لري. مي يماني بيا د دواړو هيوادونو ترمينځ پر اړيکو خبره کوي او وايي تر دې وړاندې هم پاکستان په پوځي برخه کې تل د سعودي عرب خدمت کړی دی. کله چې په ۱۹۷۹ کال کې په ايران کې انقلاب راغلی نو پاکستان سعودي عرب ته نږدې دېرش زره پوځيان ولېږل چې بيا د اتيايمې لسيزې تر نيمايي پوري هلته دېره ول. دا شان په ۱۹۹۱م کال کې د خليج جګړې پر وخت سعودي عرب په زرګونو پاکستاني پوځيان برتي کړي ول. د دې ترڅنګ د روان کال په پيل کې د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل او شهزاده سلمان د اسلام اباد سفر وکړ، چې مقصد يې د دواړو هيوادونو ترمينځ په ګډه د وسلو جوړولو په اړه شوی پوځي تړون بيا تازه کول وو. ليکواله يمي يماني پوښتنه راپورته کوي چې سعودي عرب ولې پاکستان ته مخ ګرځولی دی او دا کار اوس ولې کوي؟ ليکواله وايي، سعودي عرب د ايران او ترکي په څېر پاکستان هم د منځني ختيځ يو پياوړی طاقت ګڼي. له ايران او ترکي سره د سعودي عرب مذهبي او تاريخي اختلافات دي خو له پاکستان سره یې داسې هېڅ ډول اختلاف نشته. د ليکوالې په وينا له کله چې پاکستان جوړ شوی دی، له هغه راهیسې سعودي عرب په دې هېواد کې ډيره سرمايه کاري کړې ده. پاکستاني مشرانو له لومړی ورځې له سعودي عربه د ملاتړ غوښتنه کړې او په ځواب کې سعودي پاکستان ته وهابي سوچ لېږدولی دی چې په نتيجه کې يې په پاکستان کې اسلامي انتهاپسندي او د طالبانو په شکل کې فرقه ییزه تشدد زيات شوی دی. د ليکوالې په خبره دا شان سعودي عرب د پاکستان په جوهري پروګرام کې هم سرمايه کاري کړې ده او تمه لري چې د ضرورت پر وخت به له دې ګټه پورته کړي. بله خبره دا دی چې پاکستان چې تر اوسه څومره پوځيان هم سعودي عرب ته لېږلي دي، سعودي ورته د وفاداره عسکرو په سترګه کتلي دي. که څه هم د پاکستان په پوځ کې دېرش فيصده پوځيان له شیيعه مسلک سره تړاو لري خو سعودي عرب به يوازې د سني عسکرو د ورلېږلو غوښتنه کوله. ليکواله پر مخ ليکي له دې پرته سعودي دا پلان هم لري چې پاکستان د خليج همکارۍ سازمان د ګډ پوځي ځواک لپاره د ملا د تير په توګه استعمال کړي. په ۲۰۰۱ م کال کې په بحرين کې د شیيعه پاڅون د وهلو لپاره په شوو عملياتو کې پاکستاني ځواکونو د سعودي عرب په قومانده کې استعمال کړل شو او اوس سعودي له پاکستانه يو داسې تيار پوځ غواړي چې کله هم او چيرې هم په خليج کې اسلام پاله او شیيعه ګان را پارېږي نو هغه و ځپي. د ليکوالې په خبره که چرته سعودي له جدي خطره په تيره بيا له ايران سره په شخړه کې ښکيل شي نو پاکستان به دې هيواد ته د تحفظ ورکولو وړانديز وکړي. خو دلته ليکواله مي يماني پوښتنه راپورته کوي چې ايا په رښتيا هم پاکستان پتېره بيا له ايران سره د جګړې پر وخت د سعودي عرب امنيت پياوړی کولی شي؟ په ځواب کې ليکواله وايي، په پاکستان کې کورنۍ ترهګرۍ دغه هيواد ډیر ضعيف کړی دی. په داسې حال کې د دې هيواد پوځ نه يوازې د داخلي امن و امان په ساتلو بلکې له هند سره جګړي ته تيارياني نيسې نو د سعودي عرب په دفاع کې د ښکيلتيا صلاحيت نلري. ددې ترڅنګ که چرته پاکستان د فرقه ییزې جګړې په لړ کې د سعودي عرب ملاتړ وکړي نو د دې هيواد په پوځ کې موجودو شیيعه ګانو کې به نا ارامي را پيدا شي. دا شان پيپلز پارټۍ هم له ايران سره شريکې ګټې لري. نو د ليکوالې په خبره له پاکستان سره د نږدو پوځي اړيکو سټراټيجیک اهميت تر سوال لاندې دی نو په داسې حالاتو کې د سعودي عرب لپاره لاره تنګه ده. د ده په خبره د قطر له لوري له اخوان لمسلمين سره د ملګرتيا وروسته د دې هيواد له خليج همکارۍ سازمانه وتل او دا شان د عمان پخپله خوښه سازمان پرېښودل، او له دې سره سره د سعودي عرب له امريکا سره مخ په زياتېدونکې ژوره بې باوري په دې هيواد کې د يوازيتوب ويره زياته کړې ده. ليکواله مي يماني په پای کې ليکي په داسې حال کې چې پاکستان د خپل وجود له جدي خطر سره مخامخ دی، څنګه د يو بل چا ښه ملګری جوړېدای شي خو د دې هر څه سربېره د ليکوالې په خبره سعودي عرب اوس په يو داسې حالت کې دی چې له دې بغير بله لاره هم نلري.

No comments: