Tuesday, October 9, 2012

ننګیاله ملاله یوسفزۍ په وژونکي برید کې سخته ژوبله Malala Yousufzai

د سوات ملاله یوسفزۍ چې د ماشومانو نړیوالې جایزې ته نومول شوې او د پاکستان د حکومت له خوا ورته د ملاله یوسفزۍ په نامه د امن اېوارډ اخیستونکې نن په سوات کې د وسله والو په یوه برید کې ډېره سخته ژوبله شوېده. له دې سره د هغې د سکول درې نورې انجونه هم ژوبلې دي.
راپورونه وايي چې پر هغې د مینګورې په سیدو شریف کې ډزې شوې چې له خپلو نورو همځولو سره د سکول په یوه ګاړي کې سوره وه، په دغه برید کې د هغې د سکول درې نورې انجونه هم ژوبلې دي. راپورونه وايي چې د ننګیالې ملالې پر سر او غاړه کې ګولۍ لګېدلې دي. ملاله یوسفزۍ له هغې وروسته په نړیواله او قامي کچه شهرت وموندلو چې کله په سوات کې اورپکو طالبانو د سکولونو ورانولو لړۍ روانه کړه او په تېره د انجونو په زدکړو یې بندیز ولګاوه نو ملالې د تعلیم ضد دغه کړنو پر خلاف په واړه عمر قلم ته لاس کړ او تر خپله وسه یې په هر ځای کې خپل غږ پورته کړی دی. ملالۍ د ۲۰۰۹ م کال په اوږدو کې د بي بي سي اردو پر ویباڼې په سوات کې د هرې ورځې پېښې لیکلې او هلته به یې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ پر نښتو تبصرې کولې چې څنګه د ښکلو سردرو د وطن اوسېدونکي سواتیان تر ظلمه او وحشته لاندې ژوند تېروي. ملالې یوسفزۍ ته په بیا بیا وسله والو طالبانو د مرګ دړکې ورکړې وې.

No comments: