Monday, January 16, 2023

نومیالی وکیل او سیاستوال عبداللطیف اپرېدی وژل شوی دی

 

روغتیايي چارواکي وايي چې نومیالی وکیل، ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعال عبداللطیف اپرېدی په پېښور کې په وسلوال برید کې وژل شوی دی.

د لېډي رېډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو ۸۰ کلن اپرېدی د جنورۍ پر ۱۶مه ماسپښین مهال په پېښور های کورټ کې وویشت.

دی وايي، په پېښور کې د مرستندویه او ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ کارکوونکو نوموړی په ژوبل حالت کې روغتون ته لېږداوه خو هلته تر رسېدو مخکې یې سا ورکړه.

د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې د پېښې په ځای کې یې د حملې په تړاو یو مشکوک کس هم نیولی دی.

د پېښور د پولیسو د عملیاتي چارو چارواکي کاشف افتاب هم له خبریالانو سره په خبرو کې تایید کړه چې مشکوک بریدګر یې نیولی دی.

ده زیاته کړه چې د پېښې هراړخیزه پلټنې کوي چې دا معلومه کړي چې بریدګر د عدالت ودانۍ ته د وسلې په وړلو څنګه بریالی شو او دا چې د غفلت کوونکو پرضد به کاروايي کوي.

په عدالت کې یوه عیني شاهد او وکیل خادم اکرام مشال راډیو ته وویل چې یو کس چې د وکیلانو جامې یې اغوستې وې پر لطیف اپرېدي ډزې وکړې او بیا هلته ناستو نورو وکیلانو ونیو او پولیسو ته یې وسپاره.

تر اوسه معلوم نه دی چې پر اپرېدي حمله چا او ولې کړې ده او د وژنې ذمه واري یې هم چا نه ده منلې.

پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ښکاري چې ځینې کسان لطیف اپرېدی له پېښور های کورټه په ژوبل حالت کې امبولانس ته لېږدوي.

اپرېدی د پاکستان له نومیالیو وکیلانو، سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو یو وو. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې (سپریم کورټ بار اسوسیېشن) مشر منتخب شوی وو.

له دې پرته، اپرېدی له څه د پاسه پینځه لسیزو راهیسې د پښتون ملتپاله سیاستوال په توګه مبارزه کړې وه. عوامي نیشنل ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د اختلافاتو له کبله د نوموړي غړیتوب ختم کړی وو. دی هغه مهال د ګوند د وکیلانو د څانګې مشر وو.

اپرېدی تر دې وروسته د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړی شو او دا راز یې په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې د هغه تحریک ملاتړ کاوه او د وکیل په توګه یې د پي ټي اېم د یوشمېر ګرفتارو غړو مقدمې پر مخ وړې.

لطیف اپرېدی په ۲۰۱۸ز کال کې د پي ټي اېم د هغې ۳۰ کسیزه جرګې غړی هم وو چې د پاکستان له حکومت سره یې مذاکرات کول.

لطیف اپرېدی د قامي اسمبلۍ غړی هم ټاکل شوی وو او د سیاسي مبارزې پر مهال یې بند هم تېر کړی وو.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ پر ټوېټر په بیانونو کې د اپرېدي د وژنې د غندنې تر څنګ لیکلي دي چې د نوموړي جنازه د جنورۍ پر ۱۷مه سهار ۱۱ بجې د پېښور د حیات اباد په ناران باغ کې کېږي.

غبرګونونه

د پیپلز ګوند شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په بیان کې د اپرېدي وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې د "جمهوریت بحالۍ" لپاره د نوموړي "مبارزه نه هېرېدونکې ده" او دا چې هغه به مسلسل د "ترهګرۍ خلاف" غږ پورته کاوه.

د جماعت اسلامي سیاستوال او سېنېټر مشتاق احمد خان پر ټوېټر په بیان کې د اپرېدي د "قتل غندنه" کړې ده او ویلي یې دي چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیت وضع خورا خرابه ده.

د مسلم لیګ (ن) مخکښې مشرې مریم نواز پر ټوېټر لیکلي دي چې لطیف اپرېدي په پاخه عمر او د "ناروغۍ په حالت کې هم وکالت" ته دوام ورکړی وو او د پاکستان د عدلیې یو "توانا غږ" وو.

مریم نواز په بیان کې پوښتنه کړې ده چې "څنګه یو څوک کولای شي چې د عدالت په ودانۍ کې دننه یو مشر او بزرګ شپږ مرمۍ ویشتلای شي؟"

نومیالۍ خبریالې عاصمه شېرازۍ پر ټوېټر لیکلي دي چې "لطیف اپرېدی لالا د بشري حقونو، د ملکي یا سېولیین بالادستۍ او د جمهوریت او جمهوري ارزښتونو علمبردار وو."

شېرازۍ د اپرېدي پر وژنه د خپګان څرګندونه کړې ده.

بل خبریال حامد میر هم پر ټوېټر په بیان کې د نوموړي مړینه غندلې ده او زیاته کړې یې ده چې پر اپرېدي برید د هغو خلکو لپاره د "شرم وړ" دی چې د خیبر پښتونخوا امنیتي وضع "عادي" بولي.

د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو چارو وزیر کامران بنګښ پر ټوېټر په بیان کې د اپرېدي قتل غندلی دی او ورته یې دوعا کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار پخواني ویاند کبیر حقمل هم پر ټوېټر په بیان کې د اپرېدي پر وژنه خپګان ښوولی دی او زیاته کړې یې ده چې هغه د "محکومو پښتنو له مهمو مدافعینو یو وو."

د لطیف اپرېدي لنډ ژوندلیک

لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې.

ده له پېښور پوهنتونه د اقتصاد او له خیبر لا کالجه یې د قانون بریلیکونه یا ډېګرۍ تر لاسه کړې وې.

عبداللطیف اپرېدی په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ.

دی په ۱۹۶۰ز لسیزه کې په ښوونځي کې وو چې د باچا خان د تحریک ملګری شو. په کالج کې نوموړی د کیڼ لاسي نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) له مخکښه مشرانو سره ملګری شو او سیاسي مبارزې ته یې دوام ورکړ.

اپرېدي مشال راډیو ته ویلي ول چې په ۱۹۷۷ز کال کې پخواني پوځي مشر جنرال ضیا الحق د هغه وخت د وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو منتخب حکومت ړنګ کړ او پوځي قانون (مارشل لا) یې نافذ کړ چې پرضد یې ملتپاله او کیڼ لاسو ګوندونو او سیاستوالانو مبارزه پیل کړه چې جمهوریت بحال   کړي.


No comments: