Tuesday, August 16, 2022

کوز دير: حکومت دې د وسله والو د "بیا منظمېدو" مخه ونیسي

د خيبر پښتونخوا د کوز دير مظاهره چيانو غوښتنه کړې چې د خيبر پښتونخوا او وفاقي حکومتونه دي د وسله والو د بيا منظمېدو مخه ونيسي.

دا مظاهره د اګست پر ۱۶مه نېټه د کوز دير په مېدان سيمه کې شوې ده. يو ګډونوال عدنان خان مشال راډيو ته وويل چې په کوز دير کې د پوځي عملياتو برسېره "وسله وال ګرځي" او امنيت په بشپړه ډول نه دی بحال شوی نو ځکه دوی بیا مظاهرو ته مجبوره شوي دي.


هغه زیاته کړه:"روانه بدامني دې بنده کړل شي. زموږ يوازې يوه غوښتنه ده او هغه دا چې دلته دې امن قايم کړل شي. دلته بريدونه زیات شوي دي. پر مويال سېګنل ټاورونو هم حملې شوې دي. په ۲۰۰۹ کال کې دلته عمليات شوي وو. بيا تر دې کاله پورې په مختلفو وختونو کې د ترهګرو پر ضد کاروايانې وشوې خو مکمل امن رانغلی."

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر شپږمه نېټه په کوز دير کې د تحريک انصاف پر سیاستوال او خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي ملک لیاقت علي خان حمله شوې وه. د نامعلومو وسله والو په دې بريد کې هغه پخپله زخمي او د نوموړي سره مل، څلور نور کسان وژل شوي ول. په وژل شويو کې يو دوه امنيتي سرتيري، يو د ملک لیاقت ورور او وراره وو.

تر هغه بريد وروسته هم په کوز دير کې په سلګونو ولسي خلکو لاريون کړی وو. د "دیر قامي پاڅون" په نوم د نوي غورځنګ مشر ملک جان عالم د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته ویلي ول، د سیمې د ګوندونو سیاستوالانو او لسګونه مدني فعالانو د اګست پر نهمه د میدان له کمبړ بازاره تر لوبغالي (سټېډییم) پورې لاریون وکړ او مشرانو بیا هلته جلسې ته په ویناګانو کې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه.

 خيبر پښتونخوا وزيراعلی محمود خان پر ټويټر ليکلي وو چې دا بريد غندي او د پېښې د پلټنې حکم یې کړی دی.

 

No comments: