Thursday, October 10, 2019

د عمران خان په سفرونو کې پوځي مشر ولې ورسره وي؟


 د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د چین ولسمشر شي جن پنګ د اکتوبر پر نهمه په بیجنګ کې ولیدل او د سیمې پر حالاتو او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې وکړې. د لیدنې پر مهال د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د ای اېس ای مشر لېفټینټ جنرل فېض حمید هم موجود ول.

د جولای په میاشت کې هم امریکا ته د سفر پر مهال د پوځ او ای اېس ای مشران له وزیراعظم سره مله ول. د دغه ګډو سفرونو په اړه پر ټولنیزو رسنیو هم بحثونه ترسترګو کېږي.
نړۍ پوهه ده چې په پاکستان کې اصل واک له پوځ سره دی نو ځکه خو په داسې سفرونو کې د پوځي مشرانو شتون نړیوالو ته د ډېر باور وړ وي
ځینې کسان دا کار په اوسني سیاسي حکومت د پوځ زیات شوی اغېز ګڼي او نیوکې پرې کوي. په دوی کې یو هم شنونکی امتیاز عالم دی، هغه وایي، پر مخکنیو حکومتونو هم د پوځ اثر و، خو په اوسني حکومت بیخي زیات دی.
"پخوا به یو څه موده وروسته مارشلا لګېده، خو اوس د دې ضرورت نشته ځکه چې داسې حکومت په وجود کې راغلې چې د پوځ هر حکم مني."
په پاکستان کې په مخکنیو وختونو داسې هم شوي چې د پوځ او سیاسي حکومت ترمنځ اختلافات پیدا شوي او په نتیجه کې یې حکومتونه او یا وزیراعظمان لیرېکړل شويدي. خو د موجوده حکومت او هم پوځي چارواکو څو ځله ویلي چې پر ټولو معاملو پوځ او حکومت یوه خوله دي.
په لندن کې د ختیځ او افریقایي مطالعاتو پوهنتون څېړونکې عایشه صدیقه وایي، پاکستاني مشران د چین سفر په داسې مهال کوي چې په کشمیر او افغانستان کې بدلونه رامنځته کېږي، همدا راز د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ او ګوادر بندر پر پروژو خبرې کېږي او دا ټول د پوځ سره اړوند موضوعات دي نو ځکه د پوځي مشرانو حضور مهم دی.
"د عمران هغومره سیاسي روزنه نه ده شوې چې پکار وي، هغه څو ځله د بهرنو سفرونو پر مهال ځینې داسې خبرې وکړې چې پوځ پرې خوښ نه و، نو ځکه خو د پوځ مشر د داسې سفرونو پر مهال خپل شتون ضروري ګڼي"
نوموړې زیاتوي، نړۍ هم پوهه ده چې په پاکستان کې اصل واک له پوځ سره دی نو ځکه خو په داسې سفرونو کې د پوځي مشرانو شتون نړیوالو ته د ډېر باور وړ وي.
دنیا فکر کوی چې په پاکستان کې ولسي حکومتونه واک نه لري، د دې سره په نړۍ کې د پاکستان په جمهوري څېره منفي اثر پریوزي
په کراچۍ کې د وفاقې اردو یونیورسټۍ د ژورنالیزم څانګې پخوانی مشر توصیف احمد خان د وزیراعظم سره د پوځ د مشر په ګډو سفرونو انتقاد کوي او وایي، دا لومړی حکومت دی چې په مکمله توګه د پوځ تر اثر لاندې دی، نوموړی دا د جمهوري عمل لپاره زیانمن ګڼي.
"دنیا فکر کوی چې په پاکستان کې ولسي حکومتونه واک نه لري، په نړۍ کې نور هم جمهوري حکومتونه شته، خو هلته ورباندې د پوځ دومره اغېز نه وي. له دې سره نه یوازې په نړۍ کې بلکې د پاکستان په جمهوري څېره منفي اثر پرېوزي"
خو کارپوه رحیم الله یوسفزی بیا وایي، دا لومړی ځل نه دی چې پوځي مشران له وزیراعظم سره په دا ډول سفرونو کې ملګري دي، بلکې مخکې هم داسې شوي، همدا راز که د امریکا، چین او ځینو نورو هېوادونو مشران د پاکستان سفر کوي نو هم له پوځي مشرتابه سره ګوري.
"په مخکې حکومتونو کې هم داسې شوي چې له وزیراعظم سره پوځي مشران تللي دي. افغانستان او د امریکا څو سفرونه یې مثالونه دي خو په اوسني حکومت کې دا زیات تر سترګو کیږي. په پاکستان کې دننه هم دواړه مشران زیاتره وخت یوځای وي. ښایي دوی دا څرګندول غواړي چې پوځ او سیاسي حکومت یوه رایه لري"
یوسفزی زیاتوي، له امریکا او چینه پاکستان وسلې او نور دفاعي سامانونه هم اخلي نو ځکه دغو هېوادونو ته د سفرونو پر مهال د سیاسيانو ترڅنګ د پوځي مشرانو تلل مهم وي.

No comments: