Friday, September 20, 2019

باجوړ بدامني: ''لکه بیا چې پخوانی حالت تکرارېږي''

 په قبایلي ضلعه باجوړ کې په دا ورستیو کې د هدفي وژنو، تښتونې او بدامنۍ زیاتو شویو پېښو د سېمې خلک اندېښمن کړي دي. د سېپتمبر پر ۱۹ مه نامالومه وسله والو د ناوګۍ له تحصیله ډاکټر جبار خان وتښتولو. په همدې ورځ د ماموندو په ترخو کې د وحیدګل په نامه یو زلمي وروست شوې مړی وموندل شو. هغه له دې درې ورځې مخکې د خپل کور له څنګه ورک شوی و.

تېره اونۍ د ماموندو په ډبر کې په بمي چاودنه کې فضل علیم په نامه یو تن وژل شوی و.
له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی او د واکمن تحریک انصاف سیاستوال ګل ظفر وایي، په ضلع کې امنیتي وضعه نه یوازې خرابه شوې بلکې ورځ تر بلې نوره هم خرابېږي. نوموړي د سېپتمبر پر ۲۰مه مشال رېډیو ته وویل له ناوګۍ تښتول شوی ډاکټر یې خپلوان دی چې د راخلاصولو هڅې یې کوي.
"د بدامنۍ وجه مرجر [انضمام] ده ځکه چې له دې مخکې به انتظامیې واک لرلو، اوس هېڅ نشته. نه سم د پولیسو نظام راغلی او نه هغه پخوانۍ لېویز پاتې شول."
د ۲۰۱۸ م په مې کې قبایل پر خېبر پښتونخوا ورګډ کړل شو او پولیس نظام او عدالتونه هم وروغځول شو.
په باجوړ کې په ۲۰۰۵م کې هم د بدامنۍ پېښې پيل شوی وې چې وروسته بیا په ځینو سیمو وسله وال واکمن شوي ول. هغه مهال هم د هدفي وژنو، تښتونو او نورې پېښې پکې مخې ته راتلې.
د باجوړ یو فعال او بلاګر بشیر خالوزی وایي، د بدامنۍ د پېښو تر زیاتیدو وروسته یو ځل بیا پر امنیتي پوستو د عادي خلکو تالاشۍ پیل شوي، خلک په اوږدو اوږدو قطارونو کې ودرول کیږی خو د امنیت لپاره عملي ګامونه نه پورته کیږي.
"داسې ښکاري لکه یو ځل بیا چې پخواني حالات تکرارېږي. امنیتي ځواکونه شته خو صرف تر خپلو تاڼو محدود دي. په کلیو او ښارونو کې هیڅ ګزمې نه کوي. د شپې د خلکو ورونه ټکول کېږي، هدفي وژنې او تښتونې او ویره ده."
خلوزی وایي، پخوا به د داسې حالاتو د پیدا کیدو په مهال قبایلي مشرانو د حل هڅه کوله خو په ورستیو کې دغه مشران د هغه په وینا د یو سازش د لاندې کشمیر ته استول شوي دي.
د سیمې امنیتي وضعې ته په کتوضلعې انتظامیې د ماښام نه روسته د موټرسایکل په چلولوبندیز لګولی دی.د ضلعې ډپټي کمیشنر عثمان مسود وایي، د پوره امنیت بحالولو هڅې کوي.
"په ورستیو کې ایف سي سرتیرو ټوله شپه ګزمه شورو کړې. بمي چاودنې او هدفي وژنې ورسره کمي شوي. باجوړ په پوله پرته سیمه ده نو ځکه د بل لوري نه هم طالبان راځي او دا ډول بریدونه کوي. هڅه کوو چې حالات قابو کړو."
په باجوړ کې په ۲۰۰۸ کال کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات شوي و. چې د هغې وروسته پوځ سیمه له وسله والو پاکه اعلان کړې او له سیمې کډه شوي زرګونه کورنۍ بېرته ستنې شوي دي.

No comments: