Sunday, June 9, 2019

اسفنديار: عمران خان دې له قبايلو سره کړې ژمنې پوره کړي

د عوامي نیشنل ګوند مشر پر وزيراعظم عمران خان غږ کړی چې د قبايلي سيمې د خلکو غوښتنې دې ومني.

اسفنديار ولي خان د جون پر نهمه نېټه په چارسده کې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال په هېواد کې د ګرانۍ او د حکومت پر اقتصادي تګلارو نيوکې وکړې.
عوامي نیشنل ګوند د صوبې په مختلفو ښارونو کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې کړې دي.
ه دې لړ کې د چارسدې غونډې ته اسفنديار ولي خان وويل چې په پاکستان کې زياتېدونکې ګرانۍ د دې هېواد د متوسطې طبقې اقتصادي توان کمزوری کړی دی چې د ده په وينا دا په راتلونکې ناوړه پايلې لرلای شي.
هغه وویل چې ګراني په راتلونکې کې د هېواد امنيت هم خرابولی شي
په پاکستان کې په ۲۰۱۸ز کال کې د تحريک انصاف ګوند په واک کې تر راتلو وروسته ګراني زياته شوې خو حکومت وايي چې د پخوانيو حکومتونو له لاسه د هېواد اقتصادي وضعيت خراب شوی دی نو مجبوره شوي چې د توکو قيموتونه زيات کړي.
وزيراعظم عمران خان پر خلکو غږ کړی چې له زغمه دې کار واخلي ځکه د ده په وينا پر دوی به اقتصادي فشار تر لنډې مودې پورې وي او ډېر ژر به وضعيت ښه شي.

د شمالي وزیرستان پېښې او مرګ ژوبله

اسفنديار ولي خان په خپله وينا کې د شمالي وزيرستان خړکمر پېښې او د ځمکلاندې بمونو په وروستیو چاودونو کې د پوځيانو د وژنو غندنه وکړه.
پښتون ژغورنې غورځنګ او پوځ پر یو بل د مې پر ۲۶مه د خړ کمر د پېښې او مرګ ژوبلې پړه اچوي.
اسفنديار ولي خان پر وزيراعظم غږ وکړ چې وخت را رسېدلی دی چې له قبايلو سره کړې خپلې ژمنې پوره کړي.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جون پر اتمه د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې د قبایلو پرمختیا ته ژمن دی او ورته لومړیتوب ورکوي.
اسفندیار ولي خان د سپريم کورټ د جج قاضي فايز عیسا پرضد د دایر شوې رېفرنس په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل چې ګوند یې په دې قضیه کې د وکيلانو ملګری دی.
په قضیه کې پر قاضي عیسا له هېواده بهر د شتمنیو لرلو تور دی چې په وینا یې هغه یې نه دي په ډاګه کړې.
عیسا خپله ولسمشر ته په یوه لیک کې ګیله کړې چې پر هغه د تورونو خبرونه باید د قضیې تر پیل وړاندې نه وای په ډاګه شوي او دا چې دا ډول اقدامات په مقدمو کې د قاضیانو بې پرېوالی اغېزمنولای شي.
هلته د پاکستان حکومت وايي، د احتساب عمل د هېواد هر وګړي لپاره یو شان دی او پر ټول فشار سربېره به روان وي.
د چارسدې ترڅنګ عوامي نیشنل ګوند په ملاکنډ، کواټ، پېښور، نوښار، باجوړ، بونېر، کرک او نورو ښارونو کې هم د ګرانۍ پر ضد مظاهرې کړې دي.

No comments: