Saturday, June 1, 2019

منظور پښتین: پوځ په خړ قمر کې د وژل شوو کورنۍ په پېسو خاموشه کول غواړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، پوځي او حکومتي چارواکو هڅې پیل کړې دي چې په خړ کمر کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته پېسې ورکړي او هغوي خاموش کړي.
منظور پښتین د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دا چارواکي د وژل شوو کورنیو ته ورغلي خو د هغوي خپلوانو ورته انکار کړی دی.
ده وویل ، “دا د فقیر اې پي خاوره ده ته نه وه یاده ، دا د ننګیالو خاوره ده ، دا په پېسو ته نشې غولولای ، دا د ډېرو پاکو شهیدانو وینې دي ، دا هغه وینې دي چې د خپل وطن لپاره ، د مظلومیت لپاره او د دې لپاره توي شوې دي چې دلتهخویندو ، میندو او سپین ږیري څوک وهي نه او ټکوي یې نه. ستاسو په پېسو د دې قېمت نشي ادا کېدای.”
منظور پښتین وویل ، د دوي مبارزه د مړو په بدل کې د پېسو لپاره نه ده بلکې دوي پر خپله خاوره تلپاتې امن غواړي.
نوموړي زیاته کړه چې ، “دا ظلم ، دا جبر ، دا د خویندو میندو اوښکې تویول ، دا پر دې خاوره د دوي ذلیله کول ، موږ به تر اخیري وخته پر دې خاوره د امن لپاره ولاړ یو چې د دې خاورې د مظلومانو غږ تر نړۍ ورسوو او دوي ته انصاف وغواړو.”
د مې پر ۲۶مه د خړ قمر په پېښه کې د وژل شوو شمېر دا وخت ۱۴ ته رسېدلی دی چې لس تنه پکې یوازې د ډوګې مچه مداخېل وژل شوي وو.
د دې سیمې قبایلي مشر ملک غلام خان هم د منظور پښتین د خبرو پخلی وکړ او ویې ویل چې حکومتي او پوځي چارواکي د وژل شوو کورنیو ته ورغلي او هغوي ته یې پر کورونو ګرځېدلي دي.
ده وویل ، “د پوځ ځايي کمانډران پر ټولو کورونو ګرځېدلي او هغوي ته یې ویلي چې دا یو غلطي وشوه او تاسو زموږ خپل خلک یاست ، تاسو چې څه غواړی او څه غوښتنې مو وي موږ یې در پوره کوو. خو هغه خلک لا په خپل غم اخته دي او څه پرېکړه یې نده کړې.”
ملک غلام خان زیاته کړه چې حکومتي او پوځي چارواکو په خپله دوي ته په وار وار ویلي چې دا مسله ورسره هواره کړي.
ده زیاته کړه چې ، “ولسي حکومت چارواکي او د پوځ ځايي مشران په بیا بیا له موږ سره رابطه کوي او وايي چې د دې خلکو چې څه مسلې وي څه غوښتنې یې وي ، بس اوس خو غلطي شوې ده چې اوس دا مسله ورسره حل شي”.
خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی دا خبره ردوي چې ګواکې دې چارواکو د وژل شوو کسانو د کورنیو د خاموشه کولو لپاره هغوي ته د پېسو وړاندیز کړی دی.
شوکت یوسفزي وویل ، “دا د رشوت او د خلکو د اخیستو خبره نه ده بلکې دا د حکومت پالېسي ده چې هلته له ځپل شوو خلکو سره مرستې وشي ، د هغوي ازاله وشي او په دې کې په ځانګړې توګه پوځ ډېره مرسته کړې ده او د هغوي مرستې ورځنۍ خبرې دي ، وړاندې یې هم کړې دي او بیا به یې هم کوي او مطلب یې دا نه دی چې هغوي خلک په پېسو اخلي.”
دا په داسې حال کې ده چې د خړ قمر تر پېښه وروسته نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ په ګډون یو شمېر نور کسان هم نیول شوي دي بلکې د غورځنګ له خوا په پېښور ، کوټه او د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي او دوام لري.

No comments: