Monday, May 6, 2019

#Pakistan - په سوات کې د ګرانۍ پرضد د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ لاریون

په سوات کي د ګرانۍ پرضد جلاجلا ځايونوکې احتجاجي مظاهرې شوې چې پکې لويه مظاهره د پښتونخوا ملي عوامي پارټي له لوري شوې. مظاهره چيانو په لاسونو کې د ګرانۍ پرضد بېنرې او لوحې (چاټونه) هم اخیستې ولې او د ګرانۍ خلاف یې نارې وهلې.

پر نشاط چوک دې مظاهرې ته د ياد ګوند مرستيال مرکزي سېکرېتر او د سيدو شريف ناظم ډاکټر خالد محمود وويل چې په سوات او ټول ملک کې د ګرانۍ له وجي غريب ولس سخت په مشکلاتو کې دی.
نوموړي زیاته کړه: (ضلعي انتظامه په مينګوره کې د سستا بازار په نوم مارکيټ پرانستی دی چې پکې غيرمعياري څیزونه پلورل کېږي. افسران دې په دغه بازارکې سودا واخلي کنه؟ زموږ غوښتنه ده چې د مينګورې په ټولو بازارنو کې دې خوراکي توګي په ارزان نرخ ورکول يقيني کړل شي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سوات ضلع مشر خورشید کاکاجي پر دغه مهال زياته کړه چي دا وخت په ملک کې د غلطو پاليسو له وجي د ګرانۍ یوه لويه لړۍ شورو شوې ده. دوی غوښتنه وکړه چې په لويه کچه دې په ملکي پاليسو کې بدلون راوړل شي.
کاکاجي زیاته کړه: ”ملک کې معاشي حالت ښه کولو لپاره دې د پاکستان دولت د پوځ په بجټ کې کمی راولي. د پوځي او سول انتظامي اخراجات دې کم کړل شي، له دې سره دې ولس ته د روزګار مواقع برابرې کړل شي.“
په سوات کې د ګرانۍ په اړه مرستيال کمېشنر ثاقب رضا اسلم مشال ريډيو ته وويل چې دوی په مقامي توګه د وړو او خوراکي تېلو قيمتونوکي د څلورو روپیو نه تر شپږو روپیو پورې د يو کیلو پر سر قيمتونه کم کړي دي او د دې ترڅنګ د خوراکي شيانو قيمتونو جاج اخیستو لپاره یې طريقه کار وضع کړي
”د دې لپاره مو داسې نظام جوړ کړی دی چې هر ګهیځ به د يوه مجسټريټ په موجودګۍ کې د سبزيانو او مېوو بولۍ کيږي چې کوم نرخ وټاکل شو هغه نرخ به په ارزان بازار کي يقيني کوو. مېوې او سبزيانې له بهر څخه راځي. دا وخت ضلعي انتظاميه هم دغه کولی شي.“
خو مظاهره کې شريک يوشمېر مظاهره چيانو وويل چې د روژې په راتګ په مېنګوره بازار کې د مېوو او سبزيانو په نرخونو کې سل فيصده او د دالونو، چای، بورې، غوړیو او خوراکي تيلو په نرخونو کې ۳۰ فيصده اضافه شوې ده.

No comments: