Tuesday, May 28, 2019

ریاست د ترهګرۍ پر مخالیفانو مقدمې جوړوي: پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ ګرفتار مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر به د جون پر څلورمه نېټه بیا په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي. پر علي وزیر، محسن داوړ او اوو نورو کسانو د ترهګرۍ مقدمې کښل شوې دي خو د غورځنګ مشر دا مقدمې بې بنیاده بولي.

منظور پښتین د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، ریاست پر هغو کسانو مقدمې نه درجوي چې ترهګر ثابت شوي دي خو هغه کسان نیسي، مقدمې پر جوړوي او تشدد ورباندې کوي چې د ترهګرۍ خلاف دي.
د نوموړي په وینا د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان په ډاګه د ترهګرو بریدونو زمه واري منلې وه او راو انوار خو عدالت لا له وړاندې د ګڼو کسانو قاتل بللی وو، خو ریاست پر هغوی د ترهګرۍ مقدمې نه درجوي.
منظور پښتین پر علي وزیر او محسن داوړ د کښلیو مقدمو په غبرګون کې وویل، ''دا داوړه د قومي اسمبلۍ غړي دي او کورنیو ته یې د ترهګرۍ له کبله لوی لوی تاوانونه رسېدلي دي، خو دوی چې کله احتجاجي ناسته کوي نو د ترهګرۍ تورونه ورباندې پورې کېږي، تر ایف ای ار له مخه نیول کېږي او بیا ایف ای ار پرې درجېږي. تشدد پرې کېږي. دلته ریاست تل د ترهګرۍ پر مخالفو خلکو تشدد کړی او هغوي یې بدنام کړي دي.''
د پېښور بار کونسل مشر او قانونپوه لطیف اپرېدی وايي، د پاکستان قانون دغه ډول د پارلماني غړیو د نیولو اجازه نه ورکوي او نه هم تر څه ثبوت وړاندې پر چا د ترهګرۍ مقدمه درجېدلای شي.
له نوموړي مو وپوښتل چې د پاکستاني قانون له مخې په څنګه حالت کې پر یوه کس یا ډله د ترهګرۍ مقدمه درجېدلای شي؟ نو د هغه وینا وه: ''د ترهګرۍ قانون د شپږمې مادې له مخې پر یوه کس هله د ترهګرۍ مقدمه درجېدلای شي چې هغه یو داسې عمل وکړي چې له کبله یې د یوې سیمې په ولس کې وېره خپره شي یا پر امنیتي عسکرو برید وکړي او یا پر سرکاري ځایونو برید وکړي.''
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف غړی او د قانون او انصاف د کمېټۍ مشر ریاض فتیانا وايي، پر علي وزیر او محسن داوړ چې کوم تور پورې شوی دی د هغه په اړه دې لومړی نورې پلټنې وشي.
''علي وزیر او محسن داوړ چې له کله اسمبلۍ ته راغلي دي نو زما ډېر ښه تعلق دی ورسره. دوی نه بنیادپرستان دي، نه فرقه ییز او مذهبي سختدریځي دي او نه هم له قاتلانو او طالبانو څخه کېدای شي. ما لیدلي دي چې دوی په قومي اسمبلۍ کې قومي ترانې ته ولاړ وي، نو زه غواړم چې په دې اړه دې منصافانه پلټنې وشي او هغوی ته دې د ځان سپیناوي موقع ورکړل شي او زه تمه لرم چې په نیول شوو کسانو کې به له چا سره هم زیاتی نه کېږي.''
دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځ د دوی پر سوله ییزه قافله په ډزو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل. که څه هم پاکستاني پوځ د مرګژوبلې په اړه رسمي شمېره نه ده ورکړې خو وايي چې لومړی پرې د غورځنګ غړیو برید کړی وو.

No comments: