Sunday, April 14, 2019

اسلام اباد کې د مشال خان تلین په مناسبت لاریون #MashalKhan

د اپرېل پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د مردان عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان دویم تلین په مناسبت لاریون شوی چې ورته لسګونه زده کوونکي ورغلي ول. په ۲۰۱۷ز کال کې پارېدلو کسانو نوموړی د مذهب سپکاوي په تور وژلی وو خو وروسته پلټنو وښوده چې پر مشال خان لګېدلی تور ناسم وو. عدالت د هغه د وژنې په تور ځېنو کسانو ته سزاګانې هم اورولې دي. ویډیويي رپورټ.

No comments: