Wednesday, April 17, 2019

اپوزیشن: د امنیت په اړه حکومتي دعوې ناسمې دي #Pakistan -


 د روانې اپريل مياشت پر۱۶مه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې اپوزيشن ګوندونو پر صوبايي حکومت ټکونه وکړل چې ولې يې د پېښور د حيات اباد په څېر د يوې سيمې، چې د عامو خلکو ترڅنګ د حکومتي او امنيتي ادارو افسران هم پکې اوسي، امنيت ونه ساته.

دا له هغه وروسته ده چې امنيتي ځواکونو پر هم ياده نېټه د پېښور په حيات اباد سيمه کې هغه يوه کور په باروتو والوزاوه چې د پوليسو په وينا، يوشمېر وسله وال پکې پټ ول.
د پېښور پوليسو ويلي، د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې له پوځ سره په ګډو عملياتو کې پينځه وسله وال وژلي.
خو د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوندونو غړي شکايت کوي چې د يادې پېښې په اړه د دوی پوښتنو ته قانع کوونکی ځواب نه دی ويل شوی.
د پيپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ وايي، د حکومت دا دعوه نه مني چې ګواکې د حيات اباد په عملياتو کې يې په کور کې پټ ټول وسله وال وژلي دي.
"وسله وال تښتېدلي دي. يوازې دوه تنه وژل شوي دي چې موږ يې عکسونه ليدلي دي. امنيتي ځواکونو د وسله والو شمېر اووه ښودلی وو. او مهمه پوښتنه دا ده چې دوی ولې کور والوزاوه؟ حکومت دې ما پر دې منطق پوه کړي. دوی د ۲۴ ساعتونو اوږدو عملياتو په پای کې بايد موږ ته ووايي چې د ويجاړ کړل شوي کور دننه څه وو؟ حکومت تر دې دمه موږ ته، يعنې د ولس استازو ته هېڅ معلومات نه دي راکړي."
د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پېښور د خلکو يو بل استازی او د عوامي نېشنل ګوند غړی خوشدل خان وايي، د حيات اباد له پېښې معلومېږي چې يو چا ته په کرايه د کور ورکولو د پاکستان قانون په سمه توګه نه مراعاتېږي.
نوموړی زياتوي، د اسمبلۍ په غونډه کې يې له حکومته پوښتنه وکړه چې د هېواد وګړي او امنيتي سرتېري به اخر تر کومه د ترهګرۍ ضد جنګ قرباني کېږي؟
"سمه ده، موږ د خپلو ځوانانو او پوليسو قربانۍ منو، خو اخر تر کومه او د دې مسالې حل ولې نه راوځي؟ د ارمي پبلک سکول سانحه له موږ نه هېريږی، چې ماشومان مو پکې ووژل شول. دا څنګ کېدای شي چې وسله وال په حيات اباد غوندې يوه سيمه کې، چې شتمن خلک پکې اوسي، يو کور په کرايه ونيسي؟ موږ د کرايې کورونو قانون لرو، د پېښور پرمختيايي اداره د امنيت لپاره خپل انتظام لري. زموږ پوليس شته. نو پوښتنه مو همدا ده چې بیا ولې د ناامنۍ پېښو شاهدان يو؟ په اسمبلۍ کې زموږ دې پوښتنو ته ځواب و نه ويل شو، بلکې غونډه يې بل وخت ته وځنډوله."
خو د خېبر پښتونخوا حکومت وايي چې د صوبې امنيتي وضيعت د پخوا پرتله ښه شوی.
د صوبې د سېنېر وزير محمد عاطف په خبره، د دوی اولنۍ ترجيح امن ده او د دې هدف ترلاسه کولو لپاره خپل ټول وسايل پکار راولي.
نوموړي تمه وښوده چې د حيات اباد پېښې رپورټ به ژر ترلاسه او په اسمبلۍ کې له ناستو ګوندونو سره شريک کړي.
"امن د هر چا ضرورت دی او حکومت تر بل هر څه زياته توجه همدې موضوع ته ورکوي. خو دا هم باید ومنو چې له تېرو شاوخوا ۲۰ کالو راهيسې له امنيتي مسالو سره مخامخ يو، نو حلول يې داسې اسانه هم نه دی. موږ اپوزيشن ګوندونو ته وايو چې خپل کوښښ کوو. حالات تر ډېره ښه شوي او که خدای کول نور به هم ښه شي. په هر صورت، استخباراتي ادارې بايد خپلې هڅې لا تېزې کړي، ځکه چې د ترهګرۍ په روان جنګ کې د استخباراتو ډېر عمل دخل دی. پوليس مو تر پخوا زيات روزل شوي، پوځي عمليات روان دي، د دوی ترمنځ همکاري ښه شوې او دا چارې به نورې هم ښې کوو. هيله من يم چې د حيات اباد پېښې رپورټ به د اپوزيشن ګوندونو شکونه او شکايتونه تر ډېره ختم کړي."
تحريک طالبان پاکستان ويلي چې د حيات اباد په عملياتو کې وژل شوي وسله وال د دوی ملګري ول.
په پاکستان کې سياستوالو او د چارو شنونکو په بيا بيا ويلي چې په هېواد کې د ناامنۍ پېښو د بشپړ خاتمې لپاره ضروري ده چې حکومت د ترهګرۍ ضد قامي ايکشن پلان په سمه توګه عملي کړي.

https://www.mashaalradio.com/a/29886578.html

No comments: