Saturday, February 2, 2019

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړی ارمان لوڼی ووژل شو #StateKilledArmanLoni




د فرورۍ د دویمې په ماښام د بلوچستان په لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی ارمان لوڼی د پولیس په مبینه تشدد کې وژل شوی دی.
نوموړی په یاد ښار ګوټي کې له څلور ورځنۍ دهرنې ختمېدو وروسته له ملګرو سره روان وو چې په لاره ورته پولیس ولاړ وو او دی یې ونیوه.
له ارمان لوڼي سره په دغه وخت موجود قیوم اتمانخیل مشال راډیو ته د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ ، “ په لاره راته ایس پي (د پولیسو ضلعي مشر) ولاړ وو چې ورسره ګڼ شمېر پولیس واله وو او سپینو جامو کې ورسره د نورو ریاستي ادارو اهلکار هم موجود وو. کاغذونه ورسره وو، ارمان ته یې ګوته ونیوله او وې ویل چې دغه دی. پولیس واله د مشین په بټ (کونداغ) ارمان په سټ وواهه، هغه په سړک ولویده، موږ ورته غږونه وکړل چې ارمانه څه درباندې وشو خو هغه خبرې نه شوې کولای. بیا مو په موټر کې هسپتال ته یوړه خو هغه وفات شوی وو.”
محمد ابراهیم ارمان د وړانګې لوڼۍ ورور وو او د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ژبې استاد وو.
ارمان او وړانګه دواړو د پښتون ژغورنې غورځنګ په هلو ځلو او جلسو کې د ګډون لپاره د هېواد د بېلا بېلو سېمو سفرونه کړي. ارمان لوڼي د دې غورځنګ د جوړیدو راهیسې په دې کې فعاله ونډه درلوده.
نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعال غړی وو.
د پښتون د ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین بیګا د فېس بک په خپله رسمي پاڼه د دې پېښې تصدیق وکړ او لیکلي یې دي چې ارمان لوڼی د پولیس د تشدد پر مهال ژوند له لاسه ورکړ.
مشال رېډیو په دې لړ کې د لورلاي ضلعې د پولیسو له مشر عطاء الرحمان سره رابطه وکړه خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په لورالايي کې د پښتون د ژغورنې غورځنګ یو مشر اېډووکېټ صادق خان علیزی وايي د خالي په ماښام دوی خپله څلور ورځنۍ درنا یا پرلت ختم کړ خو له دې وړاندې هم څو وارې پولیسو په زور د دوی د احتجاج ختمولو هڅه وکړه. نوموړی وايي:
ده وویل ، “ موږ دا مطالبه کوو چې ایف آيي ار دې وشي او په دې کې ککړ کسان دې ګرفتار کړل شي. په هغوي دې په یوه هفته کې دننه مقدمه وچلول شي او سزا دې ورکړل شي. موږ د خپلو مشرانو سره په رابطه کې یو. ځايي قبایلي او سیاسي مشران به هم راغونډیږي او بیا به مشوره کوو. باقي کسان معلوم دي چې په دغه موقع د پولیس کوم اهلکاران موجود وو نو هغوي دا کار کړی دی.”
د یادونې ده چې پښتون د ژغورنې غورځنګ په لورالايي کې دا پرلت د جنورۍ پر ۲۹مههلته د پولیسو د ډي آی جي پر دفتر د هغه برید پرضد پیل کړی وو چې نهه کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي وو. د برید زمه واري بیا تحریک طالبان منلې وه.
د هغه برید ضد روان پرلت والو غوښتنه کوله چې د دې برید حقایق دې معلوم او په ډاګه کړل شي او په اینده کې د ترهګر بریدونو د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړل شي

No comments: