Monday, February 4, 2019

د ارمان لوڼي وژنې ضد په بلوچستان کې کاربندیز او احتجاجونه #ArmanLoni

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي وژنې ضد د بلوچستان په زیاتره لویو ښارونو کې کاربندیز دی. د فبرورۍ پر څلورمه د کاربندیز غږ پښتونخوا ملي عوامي ګوند کړی چې یو شمېر ګوندونو، کاروباري سازمانونو او د وکیلانو ټولنې یې ملاتړ کړی. ارمان لوڼی د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې وژل شوی وو. عیني شاهدان وايي، نوموړی پولیسو وژلی خو د کورنیو چارو صوبايي وزیر وايي، د وژنې لامل یې د زړه حمله وه. ارمان لوڼی د سیاسي او بشري حقونو فعال، د پوهنځي استاد او لیکوال وو. ویډیويي رپورټ وګورئ.

No comments: