Wednesday, February 6, 2019

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې او د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل کورنۍ او د اسلام اباد چارواکو د نوموړې د خوشې کېدو تصدیق کړی.

دا خبره، د نوموړې خور شغلې اسماعیل د فبرورۍ شپږمې شپې مهال مشال راډیو ته په استولي پیغام کړې کړې او زیاتوي چې ګلالۍ اسماعیل "اوس په کور کې ناسته ده."
تر دې مخکې د اسلام اباد یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط شپې مهال پر وټس اپ په یوه پیغام کې مشال راډیو ته د ګلالۍ اسماعیل د خوشې کېدو تصدیق کړی وو.
د فبرورۍ پر پېنځمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په بوري (لورالايي) کې د غورځنګ د غړي او د کالج استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون د ټول پاکستان پر کچ د مظاهرو او احتجاجونو اعلان کړی وو خو په اسلام اباد کې پولیسو د غورځنګ ګڼ غړي او پلویان ونیول چې پکې ګلالۍ اسماعیل هم شامله وه.
نوموړې پولیسو د ښځو پولیسو مرکز ته بیولې وه او د فبرورۍ شپږمې پر سهار وختي یې بل ځای ته انتقال کړه.

د هغې خور شغلې اسماعیل ویلي ول چې چارواکو ورته د دې د خور د ځای ځایګي په اړه هېڅ معلومات نه ورکول.
د فبرورۍ پر شپږمه، د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د پښتون تحفظ تحریک نور غړي هم خوشې کړي.
د پاکستان، افغانستان، امریکا او د اروپايي هېوادونو په ځېنو ښارونو کې فعالانو د فبرورۍ پر پېنځمه د استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې ضد احتجاجي غونډې، مظاهرې او لاریونونه وکړل.
لوڼی د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې وژل شوی وو او عیني شاهدان وايي چې د پولیسو یوه افسر د ټوپک په کونداغ پر مغزي وواهه چې له کبله یې هغه بېهوشه او بیا مړ شو.
خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې لوڼی د زړه حرکت درېدو له وجې مړ شوی.
په عین وخت کې د بلوچستان حکومت د نوموړي د وژنې د پېښو پلټنو امر کړی او ژمنه یې کړې چې ککړ کسان به د قانون منګولو ته سپاري.

https://www.mashaalradio.com/a/29755354.html

No comments: