Saturday, November 10, 2018

د خادم رضوي او مولانا فضل الرحمان پرضد د غدارۍ مقدمې غوښتنه شوې

د لاهور هایي کورټ د نومبر پر نهمه هغه درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړ په کوم کې چې د
تحریک لبېک پاکستان پر مشر خادم حسېن رضوي او د جمعیت علما اسلام ف ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمان د غدارۍ مقدمې درجولو غوښتنه شوې ده.
د لاهور هایي کورټ جج جسټس باقر نجفي ویلي دي چې د ولسي وګړي شبیرالله د دې درخواست اوریدنه به د نومبر پر ۱۲مه کېږي.
په درخواست کې ویل شوي چې خادم حسېن رضوي او مولانا فضل الرحمان د سپریم کورټ د اسیه بی بی کېس په فېصلې تنقید کړی دی ، د ریاست او پوځ پرضد یې خبرې کړې دي ، خلک یې راپارولي او د ولس جایدادونو ته یې زیان رسولی دی.
په درخاست کې غوښتنه شوې ده چې عدالت دې د خادم حسېن رضوي او مولانا فضل الرحمان پرضد د غدارۍ مقدمې درجولو په اړه حکومت ته د پالیسي جوړولو امر وکړي.
د پاکستان سپریم کورټ د اکتبر پ ۳۱مه د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه شوې عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي بې ګناه وګرځوله او د هغې د خوشي کولو امر یې وکړ.
نوموړې بیا د عدالتي پرېکړې په رڼا کې په ملتان کې له زندانه خوشې شوه خو کره ځای یې نه دی مالوم چې هغه اوس چېرې ده.
تر هغه وروسته د تحریک لبیک پاکستان او جمعیت علما اسلام په ګډون د نورو مذهي ډلو له خوا احتجاجي مظاهرې پیل شوې.
په دې احتجاجونو کې پر حکومت ، عدالت او پوځ یو شمېر نیوکې وشوې.
د جمعیت علما اسلام ف ډلې غړې او پخوانۍ د قامي اسمبلۍ غړې نعیمه کشور خان مشال راډیو ته وویل چې عدالت ته تګ د هر چا حق دی خو د دوې په وینا ، د دوي د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د این او قانون پرضد څه خبره نه ده کړې.
د تحریک لبیک پاکستان له خوا تر اوسه د لاهور په های کورټ کې د ورکړل شوي درخواست په اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

No comments: