Saturday, September 1, 2018

د شمالي وزيرستان کډوالو مظاهره کړې

د شمالي وزيرستان کډوالو د اګست په ۳۱ مه په بنو کې مظاهره کړې. دوی وايي شاوخوا څلور کاله یې وشو چې له خپلو کورونو بهر دي او په کډوالۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
خو دوی وايي هله دې خپلو سيمو ته ستانه کړل شي چې هلته کې بشپړ امن پرځای شي.
دوی دا تور هم ولګاوو چې له اوو مياشتو راهيسې ورته حکومتي مرستې بندې دي. دوی وايي چې ګڼ شمېر وزيرستاني کډوال دا وخت په افغانستان کې هم دي او حکومت يې د واپسۍ څه بندوبست نه کوي.
د کډوالو کمېټې مشر غلام خان د اګست په ۳۱ مه مشال راډيو ته وويل چې له حکومته يې غوښتنه ده چې د دوی مطالبې ومني کنه په پېښور کې به دهرنه پېل کړي:
(( موږ ته چې د حکومت لخوا د کورنۍ پر سر د مياشتې دولس زره روپۍ راکړل کېدې هغه بندې شوي دي .بل په افغانستان کې چې زموږ خلک دي او له هغو سره مېرمنې،ماشومان،څاروي او ګاډي دي نو هغه دې په عزت سره پاکستان ته راوستل شي.
او دا خبره هم ضروري ده چې حکومت دې ړومبې زموږ په سيمو کې امنيت راولي چې دارنګ هلته زموږ ژوند خوندي وي))
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان منتخب استازی محسن داوړ د اګست پر ۳۱ مه مشال راډيو ته وويل چې دوی د کډوالو يادې ستونزې حکومت ته رسولي او تر هغو به په قلاره نه کېني چې دغه حل شوې نه وي.

No comments: