Sunday, June 3, 2018

واڼه: وسله والو يو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې Wana#

 د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د وسله والو طالبانو په ډزو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي دي.

په سيمه کې د استخباراتي ادارو چارواکو د مشال راډيو خبریال ته د ډزو په نتيجه کې د دوه مړو پخلی کړی دی. بلخوا پوليټیکل چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې په پېښه کې يو تن مړ او ۱۲ زخميان شوي دي.


په زخميانو کې نورولي نومي يو ځايي خبريال هم شامل دی چې دا وخت د نورو زخميانو ترڅنګ د ډېره اسماعيل خان په مرکزي هسپتال کې تر درملنې لاندې دی.


د ځايي اوسېدونکیو په وینا پیښه هغه وخت وشوه چې وسله والو د پښتون تحفظ تحریک پر يو مشر علي وزير ډزې وکړې. علي وزير هغه وخت په واڼه بازار کې خپل د تېلو پمپ ته ورغلی وو.


تر ډزو سمدستي پس ځايي خلک د علي وزير پمپ کې ورغونډ شول او په وسله والو يی کاڼي وورول. د کاڼو ورولو په ردعمل کې وسله والو مستقیماً پر ځايي خلکو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يی مرګ ژوبله وشوه.


د ځايي خلکو په وینا، تر پېښې وروسته په واڼه بازار او شاوخوا سيمو کې کرفیو لګول شوې ده او پوځ او نيم پوځي ځواکونو سيمه په ولکه کې اخیستې ده.


بلخوا په پیښه کې ژوبل شوي کسان د ډېره اسماعيل خان هسپتال ته رسول شوي دي او علاج يی روان دی.


د واڼه د پیښې په غبرګون کې د پښتون تحفظ مومنټ مشرانو په پیښور، اسلام اباد او کوټه کې احتجاج پیل کړی.


د پښتون تحفظ موومنټ یو مشر د اتوار پر شپه ناوخته په اسلام اباد کې احتجاجی غونډې ته د وینا پر مهال په واڼه کې د وسله والو برید وغنده. نوموړي زیاته کړه چې د دوی تحریک په داسې بریدونو نشي درېدای او دوی به د خپلو حقونو د غوښتلو هڅې جاري ساتي.

No comments: