Sunday, April 22, 2018

لاهور: د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک ورغلي #PashtunLongMarch2Lahore


د پښتون تحفظ غورځنګ د لاهور جلسې ته د پاکستان له بېلا بېلو سیمو څخه ځوانان او فعالان ورغلي دي. دوی د جلسې ځای ته په رسېدو د خپلو حقونو لپاره نعرې هم ووهلې.

په موچي ګېټ کې د جلسې منتظمینو مشال راډیو ته وویل، د غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر او د عوامي ورکرز ګوند عصمت شاه جهان هم په سیمه کې موجوده ده.
جلسې ته له پېښور پوهنتونه هم یوه ډله خلک ورغلي چې له جملې څخه یې سیال مشال راډیو ته وویل، دا تور ناسم دی چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان خلاف دی. ده زیاته کړه چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
له جنوبي وزیرستان څخه جلسې ته ورغلی الله نور ننګیالی وزیر وايي، د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره لاهور ته ورغلي دي. ده زیاته کړه چې لاهور د پاکستان د واکمنانو ښار دی نو ځکه غواړي غږ یې واورېدل شي.
د لاهور د پولیسو یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، د جلسې د امنیت لپاره یې ۶۰۰ پولیسان ځای پر ځای کړي دي.
ارشد حیات کانجو وویل، اته لنډمهاله پوستې یې هم جوړې کړې دي. ده دا تاثر رد کړ چې ګواکې کنټېنرونه یې جلسې ته د ورتلونکو د مخنیوي لپارده درولي.

خو د جلسې یو منتظم عبدالله ننګیال بېټنی وايي، دوی چې له پولیسو سره خبرې وکړې نو بیا یې له کنټېنرو سره درولي کسان موچي ګېټ ته تګ ته ورپرېښودل.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اپرېل پر اتمه په پېښور کې جلسه کړې وه او ټاکل شوې چې د اپرېل په پای کې په سوات کې هم غونډه وکړي.
دا غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې په قبایلو کې دې ماینونه پاک کړي او هلته دې پر چېک پوسټونو د خلکو ځورونه بنده کړي. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي او د ماورای عدالت وژنو د پلټنو لپاره دې عدلي کمېشن جوړ کړي.

https://www.mashaalradio.com/a/29185002.html

No comments: