Tuesday, January 30, 2018

''د ماشوم حفاظت او پوهه له کوره پیلېږي''

د خيبر پښتونخوا د ماشومانو ښېګړې او ژغورنې کميشن په خپل يوه خپاره کړي راپور کې ويلي دي چې په تېرو شپږو کالو کې د صوبې په ۱۲ ضلعو کې له ماشومانو سره د جنسي تېري ۱۵۶ پېښې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې په دغو کې تر ټولو زیاتې یانې ۳۷ پېښې په ايبټ اباد ضلع کې شوې دي. د دې تر څنګ په مردان کې ۳۵،په سوات کې ۱۹، په بنو کې ۱۰ ، په پېښور کې ۱۲ په دير ، بونير او کوهاټ کې نهه نهه او په چترال او بټګرام کې اته اته پېښې مخې ته راغلي دي، خو په پېښور کې مدني فعال او د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکې تېمور کمال وايي چې په صوبه کې د ماشومانو پرضد د زور زیاتي پيښې له راپور شویو څخه څو چنده زیاتې دي. د ماشومانو ښېګړې او ژغورنې کميشن لخوا خپور شوی راپور یوازې هغه پېښې دي چې پوليسو ته راپور شوي دي خو په اصل کې د دا ډول پېښو شمېره تر یادو هغو درې چنده زیاته ده ځکه چې دا مهال د رسنيو د راپورونو له مخې هره ورځ له پنځو واخلې تر لسو پورې د ماشومانو پرضد د جنسي تېري پېښې کېږي.
بلخوا د يوې غير دولتي ادارې 'ساحل' د ۲۰۱۶م کالپه خپور شوي راپور کې راغلي چې په ټول پاکستان کې د ماشومانو پر ضد د جنسي تيري، په وړوکي عمر کې د ودونو او تښتونوتر څنګ د وهلو ټکولو ۴۱۳۹ پېښې مخې ته راغلې دي چې ۲۵۰۰ پکې يوازې د جنسي تيري هغه دي.
پوښتنه دا ده چې په عامه توګه په پاکستان او په خاصه توګه په خيبر پښتونخوا او قبايلي سیمو کې د دا ډول پېښو د مخنيوي څه حل کېدلی شي. د دې پوښتنې په ځواب کې د 'ساحل' ادارې يوه مشره حبيبه سلمان وايي چې د ماشوم حفاظت او پوهه له کوره پیلېږي. تر ټولو لويه ستونزه زموږ په ټولنه کې هغه دود دی چې ماشوم ته وايو، مشر کس چې څه هم وايي انکار به ورته نه کوې نو بیا موږ ګورو چې مشر کس ماشوم ته څه هم وايي هغه يې مني او بله لويه ستونزه د ماشوم او مور پلار ترمنځ ذهني او ټولنيزه فاصله ده. زموږ په ټولنه کې د ماشوم لپاره پلار يوه بلا او ويرونکی شخصیت دی، بله دا چې مور پلار له ماشوم سره نه کښېني، نه ورسره خبرې کوي او نه هغه ته دا اعتماد ورکوي چې له هغه سره څه هم کېږي بايد مور پلار ته ووایي.
د خيبر پښتونخوا د ماشومانو ښېګړې او ژغورنې کميشن په راپور کې راغلي دي چې د جنسي تيريو تر څنګ د ماشومانو پرضد د زور زیاتي نورې ۲۵۷ پېښې هم ثبت شوي دي.

No comments: