Wednesday, December 20, 2017

مطالعه پاکستان کې پښتانه غدار او جاهل بللو پرضد مقدمه





د وکیلانو یوې ډلې په پېښور های کورټ کې د پنجاب کالجونو ډلې او عظیم چاپخانې (ګروپ آف کالجز او عظيم پبليکېشنز) پرضد کېس کړی دی.

وکیلانو په خپله دعوه کې کښلي چې د يادو کالجونو د مطالعه پاکستان په درسي کتاب کې پښتون قام ته ناوړه او سپک نومونه اخېستل شوي دي.
پېښور های کورټ د نهې په ورځيادو ادارو ته د سپیناوي کولو یادګېرنه (نوټس) استولې ده.
د دغه وکيلانو په وينا د ياد ادارې د څوارلسم جماعت د مطالعه پاکستان د کتاب په ۴۷ صفحه د پښتنو لپاره د جاهل او غدار ټکي کارول شوي دي.
ايډوکيټ ابرابر حسين مشال ريډېو ته وويل چې د يو قام پرضد د داسې سپکو نسبتونو کارول د ایين او قانون هم خلاف ورزي ده.
"زموږ بينادي هدف دا دی چې راروان نسل ته ناسمه مالومات ور نه کړل شي، او يا د اسې پيغام ولاړ نه شي چې ګواکې پښتون قام جاهل او غدار دی او دا دواړه توري پنجاب ګروپ آف کالجز کارولې دي. پاکستان زموږ د ټولو وطن دی او موږ نه غواړو چې څه خاص خلک دې د قامونو ترمينځ دېوالونه ودروي. داسې کول جرم دی. "
له وکيلانو سره دمطالعه پاکستان دغه کتاب هم پروت وو. په ياد کتاب کې د ۱۹ مې پېړۍ د سيد احمد بريلوياو د سيکانو ترمينځ د جنګ ذکر شوی دی او بيا ېې پکې د سيد احمد برېلوي د لښکر د ماتې خوړلو لاملونه ذکر کړي دي.
کتاب کې راغلي چې په دغه لاملونو کې يو لامل د پښتنو غدار قام وو، او دا چې د سيد احمد پرضد پروپېګنډو باندې جاهل پښتون قام باور وکړو او د هغه تحريک ته زيان ورسولو.
ايډوکيټ اظهر يوسف خان وايي چې د پنجاب په عدالت کې به هم د يادو ادارو پرضد د تاوان دعوا کوي.
"موړ غواړو چې دغه کتاب بند کړل شي او يادې ادارې له ټول پښتون قامه بخښنه وغواړي. موږ ډېر زر د پنجاب په عدالت کې هم د دوی پرضد درخواست جمع کوو ځکه چې دا کار په پنجاب کې شوی دی. "
له دې وړاندې د خيبر پښتونخوا د سکولونو د نهم جماعت انګرېزې په کتاب کې د پښتون قام اتل کالو خان بابا ته د ډاکو او غل نسبتونه کارول شوي ول چې پرضد ېې سخت غبرګونونه راپاره شول او احتجاجي مظاهرې هم شوې وې.

No comments: