Sunday, December 3, 2017

ځینې ماشومان د ګوزڼ له څاڅکو ولې محرومه دي؟



په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغۍ پرضد په دې روستیو کې ترسره شوي د څاڅکو مهم کې که یوه خوا په زرګونو ماشومان په کورنو کې د غېر موجودګۍ له وجې له څاڅکو پاتې شوي نو بلخوا د یو شمېر ماشومانو مور او پلار خپلو بچو ته د ګوزن څاڅکو ورکولو څخه هم انکار کړی دی.
د خېبر پښتونخوا د صحت څانګې یو چارواکي په وینا چې د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه په خېبرپښتونخوا کې د پولیو ضد د څاڅکو په مهم کې څه کم ۷۰زره ماشومان له څاڅکو څښلو پاتې شوي چې پکې ۶۳ زره ۲۷۰ ماشومان په کورنو کې موجود نه وو او د ۶ زره ۱۱۹ماشومانو مور او پلار خپلو بچو ته د څاڅکو ورکولو څخه انکار کړی دی او په انکاري مور او پلار کې زیاتره شمېره له پېښوره ده.
مشال راډیو ته په اسلام آباد کې د ګوزڼ مخنیوي قامي ادارې چارواکي رانا محمد صفدر وویل چې اکثره ماشومان له څاڅکو پاتې کېږي خو دوی بیا روسته د دوو اوونیو مهم پیلوي چې پکې پاتې ماشومانو ته څاڅکې ورکول کېږي.
د نوموړي په خبره په عامه توګه داسې کېږي چې کله هم کمپاین پیل شي نو هغه وخت ډېر زیات ماشومان له قطرو پاتې شي ځکه چې ځنې خلک په کورونو کې موجود نه وي او ځنې خلک له دې انکار وکړي.
خو د هر کمپاین روسته د دوو اوونیو وخت ورکول کېږي چې کوم ماشومان له څاڅکو پاتې وي چې هغوی ته څاڅکي ورکړل شي.
نو اوس خو د دوی کمپاین ختم شو نو دوی به بیا دغه کورونو ته ورځي چې په کومو کې ماشومان پاتې وي او که په دغه کې څوک له څاڅکو پاتې شو نو دا تر ټولو مهمه خبره ده.
د انکاري مور او پلار څه دریځ دی چې ولې خپلو بچو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي مشال راډیو چې په دې اړه په پېښور کې د پولیو څاڅکو ورکونکې ډلو یوې مشرې عایشه حسن نه وپوښتل نه هغې وویل ځنې خلک وایي دا په اسلام کې منع دي نو ځکه يې دوی خپلو بچو ته نه ورکوي او دا د انګرېزانو له خوا رالېږل شوي او ځنې خلک بیا وايي چې دا حکومت دومره ښه شو چې د دوی بچو له قطرې ورکوي د دوی پر وینا چې له دې سربېره نور هم رنځونه دي لکه د زړه رنځ شو یا شوګر شو نو حکومت د هغې علاج ولې نه کوي او حکومت یواځې په پولیو زور راوړې دی او دغه رنګ بیا ځنې خلک له حکومته خفه وي چې دوی غریبان دي او حکومت يې غم نه کوي او ګراني نه راکمه وي او په پولیو خرڅونه کوي نو دا رنګ خلک مختلف دلیلونه وړاندې کوي.
د طبې چارو تجزیه کار ډاکټر نوران اپرېدی مشال راډیو ته وايي چې تر څو حکومت د ولسي مشرانو او عالمانو څخه مرسته نه وي اخیستې تر هغه به دغه رنګ انکاري کېسونه مخې ته راځي.
د ډاکتر نوران اپرېدي په وینا د ګوزڼ د څاڅکو پرضد یو رنګ ناسمه پروپېګنډه راپورته شوې او اکثره په مردان او پېښور کې ماشومانو ته څاڅکي نه ورکول کېږي نو که وکتل شي نو دا رنګ خبرې د ناپوهۍ په وجه رامنځته شوي نو باید چې حکومت د عالمانو او د سیمو د مشرانو څخه په دې لړ کې مرسته واخلي او هغوی په خلکو کې شعور راپیدا کړي.
په ۲۰ نومبر درې ورځني د ګوزڼ ضد د څاڅکو ورکولو مهم کې فېصله شوې وه چې په ټول پاکستان کې به د ۵ کالو کم عمره ۵۸ لکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.
د ذکر ده تېر کال ۲۰۱۶ کې په پاکستان کې د ګوزڼ ټول ۲۰ کېسونه مخې ته راغلي وو او د صحت د څانګې په وینا چې سږ کال یوازې د ګوزڼ ۵ کېسونه رجسټرډ شوي او دوی غواړي چې راتلونکي کال په دې په مکمله توګه قابو وموندل شي

No comments: