Friday, November 3, 2017

له ترهګرو ډلو سره د اسلام اباد پر جدي مبارزې د کابل ټینګار

افغان حکومت له پاکستان څخه غواړي چې خپل دوګوني سیاست ته د پای ټکی کېږدي او هغه ډلې چې له تاوتریخوالي لاس نه اخلي، له‎منځه یوسي.
د ځینو پاکستانۍ رسنیو د رپوټونو له مخې، امریکا د ۲۰ ترهګرو ډلو نوملړ اسلام اباد ته سپارلی. هغه ډلې چې په پاکستان او افغانستان کې فعالیت لري. خو افغانستان لا هم تمه لري چې پاکستان به یې ښه ګاونډی شي.
د اجراییه رییس د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه څرګنده کړه:«ترهګرۍ ډلې نه یوازې د افغانستان ګټو، ملت او حکومت ته بلکې د پاکستان سیمه‎ییزو او نړیوالو هېوادونو ګټې له ګواښ سره مخ کړي. اړتیا ده چې د سیمې په کچه یوه همپالنه او همغږي د صداقت پر مټ رامنځته شي ترڅو موږ په سیمه او د افغانستان د وضعیت د ښه والي شاهد واوسو.»
د هغو ډلو نوملړ چې واشنګټن اسلام اباد ته سپارلې په درې برخو کې دی: هغه ډلې چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کوي. دویم هغه ډلې چې پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي. او هغه ډلې چې په کشمیر کې فعالې دي.
خو د دې نوملړ په سر کې حقاني شبکه ځای لري. هغه ډله چې د امریکا په باور د پاکستان قبایلي سیمو کې پټنځایونه لري او له همدې پټن‎ځایونو په افغانستان کې د بې ثباتۍ په برخه کې ترې کار اخلي.
د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی نادر بلوچ په دې اړه وویل:«که‎چېرې نړیواله ټولنه، ناټو او د سیمې هېوادونه په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې همکاري ونه‎کړي، پاکستان اټومي وسله لري او دغه وسله به سیمه له ګواښ سره مخ کړي.»
حرکت المجاهدین، جیش محمد، جندالله، لشکر طیبه، لشکر جنگوی، القاعده، داعش او د پاکستاني طالبانو تحریک هغه ډلې دي چې د امریکا له لورې پاکستان ته سپارل شوي نوملړ کې دي.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه څرګنده کړه:«زه فکر کوم په پای کې به فشارونه خپلې اغېزې ولري. خو په ساده‎ګۍ سره فکر نه کوم چې پاکستان دې له ناټو په ځانګړې توګه له امریکا د امتیاز څخه پرته په خپل سیاست کې بدلون راوړي.»
داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په سفر کې، پاکستاني چارواکو ته د ۷۵ تنه ترهګرو نوملړ سپارلی.
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د دوه دېرش مرکزونو نوملړ اسلام اباد ته سپارلی و.

http://www.tolonews.com/pa/afghanistan

No comments: