Tuesday, October 17, 2017

#KhyberPakhtunkhwa - د خیبر پښتونخوا ١٥ لکه ماشومان د مورپلار بې غورۍ او غربت د سکول نه بهر ساتلي


د مور او پلار د توجه د نشت والي، غربت، سماجي رویو او نژدې د سکول د نشت والي له امله د خیبر پښتونخوا ١٥ لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي، دا خبرې د خیبر پښتونخوا د حکومت د بنیادي او ثانوي تعلیم په تازه سروی یا نظر پوښتنه کې شوي دي.
د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان وي او ای ډیوه ته ویلي په صوبه کې د سکول نه بهر د ١٥ لکه ماشومانو دا شمیره هڅې اندازه نه ده بلکې کور په کور د معلوماتو په بنیاد مخې ته راغلي ده.
د حکومت نظر پوښتنه ښايي د سکول نه بهر په ماشومانو کې اکثریت د جینکو دی، یعنې د پنځه کاله عمر نه واخلې تر د ١٦ کلونو عم پورې ١٠ لکه جینکۍ سکولونو ته نه ځي.
د سروی رپورټ ترمخه د ١٥ لکه نیمايي ماشومان د غربت او یا د مور او پلار د بې غورۍ له کبله سکول کې نه دي داخل شوي.
ماهرین وايي ترهگرۍ او تندورۍ د خیبرپښتونخوا او فاټا د تعلیم نظام ته انتهايي زیات نقصان رسولی دی، سکولونه په بمونو تباه کړی شوي دي، سکولونو او استازانو ته دړکې ورکړی شوي او یا پرې لکه د نوبل امن انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ او یا د پیښور د ارمي پبلک سکول په رنگ طالبانو حملې کړي دي.
د خیبرپښتونخوا د تعلیم د صورتحال په اړه نور تفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې دلته اوریدی شئ
https://www.voadeewaradio.com/a/kp-education-out-of-school-kids/4043236.html

No comments: