Tuesday, July 11, 2017

خيبر پښتونخوا سکولونو کې ولې ډېر زده کوونکي ناکاميږي؟


د خیبر پښتونخوا د نهم لسم د سرکاري سکولونو د نهم لسم د مردان بورډ د نتیجو ترمخه د صوابۍ د شیخ جانې د هلکانو سرکاري هایي سکول کې سږکال په نهم کې په ۱۰۹ کې ۱۰۸ زده کونکې ناکامشوي دي. دلته په لسم ټولګي يا کلاس کې په ۱۰۲ کې یوازې ۳۵ بريالي شوي دي او ۶۷ نور ناکام دي.
د دغه سکول یو استاد اصغر خان وایي سږ کال د سکول د خرابو نیتجو یوه وجه دا ده چې استادان کم او زده کوونکي ډير دي. هغه زیاته کړه ((په نهم کې موږ سره سږ کال ۸۶ زده کونکي وو. دا بیا د یو استاد لپاره کنټرول کول ډیر ګران وي. دا شان موږ سره په سکول کې د استادانو درې پوسټه خالي وو او د یو استاد په یوه اونۍ کې ۳۲ساعته يا پيريده وو.))
د شیخ جانې سرکاري سکول پرنسپل محمد ګلزار بیا وایي زیاتره زده کونکي د دوی په سکول کې په انګریزی کې ناکام شوي دي. ((زموږ سکول کې ۱۸ د استادانو پوسټونه دي. درې لا هم خالي دي. موږ سره د ساینس مضمون ځانګړی يا سپيشلسټ استادانو کمی دی. په لسم کې لس زده کونکي په يوې يا دوو نمبرو ناکام شوي دي. هغه به دوی له بورډ ورکړي او باقي موږ خپلې غلطیانې منو.))
د صوابۍ يو بل ښوونځي، شیخ جانې استاد اصغر خان وایي د سرکاري سکولونو يا ښوونځيوو د زده کونکو مور او پلار هم له خپلو بچو څخه د دوی د تعلیم په اړه پوښتنه نه کوي. هغه زياتوي: (( د شخصي سکولونو د زده کونکو مور او پلار پیسې زیاتې ورکوي نو د خپلو بچو د تعلیمې پرمختګ په اړه هم ځان خبر ساتي.))
د مردان بورډ د نتیجو ترمخه د نوښار دازاخیل پایا د جینکو هایي سکول هم په هغو ښوونځيوو کې دی چې پکې په نهم او لسم ټولګيوو کې زیاتره جینکۍ ناکامې شوي دي. د دغه سکولپرنسپله فرحت بیګم وایي نن سبا زیاتره زده کونکي د نقل په تمه ناست وي نو ځکه فیل شي. هغه زياته کړه: ((سږ کال زموږ په سکول کې د ریاضۍ استاده هم وه، هغې به اضافي کلاسونه هم اخیستل خو دلته د ماشومانو او مور پلار زمه واري هم جوړیږي. بیا د ساینس او آرټس ریاضي هم اوس بېله شوه، کتابونه ډیر لوی او اوږده دي، خو استاد یي لا هم یوه ده.))

No comments: