Monday, June 26, 2017

اسفندیار د باچان خان، ولي خان او غني خان د اخترونو کيسې کوي

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د مشال راډیو د وړوکي اختر په ځانګړو خپرونو کې د مېلمه په حېث د خپل نيکه باچا خان ، پلار خان عبدالولي خان او تره غني خان د اخترونو کيسې شريکې کړي دي. نوموړی وايي، باچا خان به کله هم اختر ته نوې جامې نه جوړولې بلکې د ده په وينا، هغه به هسې هم د خامتا دوه جوړې لرلې او چې هغه هم له پیوندېدو ووتلې نو بيا به نوې جامې غوښتې. ټول به یې په ګاډي کې کښېنول، لومړی به د مبارکۍ لپاره غني خان ته ورغلل بيا به د بل ورور علي خان او خپلو خویندو کورونو ته ورغلل. د پښتو د نومیالي شاعر او تره غني خان په اړه نوموړی وايي، کله چې دوی واړه ول نو د اختر پر ورځ چې به کله غني خان ته ورغلل نو هغه به جېب ته لاس کړ او څومره پیسې چې به يې و ایستې، ټولې به يې دوی ته ورکړې. د دې ترڅنګ اسفنديار ولي خان د خپل د ماشومتوب، د ځوانۍ او نننیو اخترونو کيسې شريکي کړې دي. https://www.mashaalradio.com/z/3563

No comments: