Friday, June 23, 2017

اسفندیار ولي: چین باید د پاکستان او افغانستان په منځ کې ضامن شي

دا خبره اسفندیار ولي خان د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړه.
نوموړي وویل ، موږ وړاندې هم ویلي دي چې مسله هغه وخت هوارېدای شي چې چین یوازې د سهولت کار نه بلکې د ضامن په توګه را وړاندې شي.
اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې پاکستان پر افغانستان او افغانستان پر پاکستان د وعدو نه پوره کولو تور پورې کوي نو په کار ده چې په منځ کې یې یو زورور دریمګړی کښېني.
د پاکستاني وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه نه ده روانه چې چین منځګړتوب وکړي بلکې هغه د یوه سهولتکار په توګه راوړاندې شوی دی.
د سفندیار ولي په وینا ، امریکا هم په دې لړ کې مهم رول لوبولای شي خو چین به ځکه زیاتې هڅې کوي چې دلته یې په اربونو ډالر پانګونه کړې ده او که دا ساتل غواړي نو به په سیمه کې د امن راتله باوري کوي.
اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې پاکستان له هند سره له لومړۍ ورځې په شخړه کې دی ، له افغانستان سره یې هم اړیکې خرابې دي او اوس یې له ایران سره هم تاوتریخوالی راغلی دی.
نوموړي دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د پاکستان پوځ د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر پوله یې د اغزن تار لګولو کار پیل کړی دی.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په یو خبرپاڼه کې وویل چې په لومړي پړاو کې به دا باړ په باجوړ ایجنسۍ ، مومند ایجنسۍ او خیبر ایجنسۍ کې ولګول شي.
خبرپاڼې دا هم لیکلي چې د دفاع او څارنې زیاتولو لپاره به پر پوله نوي بندرونه او سرحدي چوکۍ هم جوړې شي.
د افغانستان د قبایلو او سرحدونو د چارو سرپرست وزیر غفور لیوال مشال راډیو ته وویل چې افغان حکومت د پاکستان دا ګام نه مني.
بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د پنجشنبې په ورځ د دې پخلی وکړ چې د تېرې اونۍ په پای کیې یې د بلوچستان په پنجګور سیمه کې د ایران یو بې پیلوټه الوتکه را غورځولې ده.
اسفندیار ولي خان وویل ، پاکستان باید دا ومني چې له لومړۍ ورځې تر اوسه یې بهرنۍ او کورنۍ دواړې تګلارې ناکامه شوې دي او په کار ده چې جاج یې واخلي او له سره یې جوړې کړي.
د پاکستان پر کورنۍ تګلاره د نیوکې پر وخت هغه وویل ، دا خبره د پاکستان په نشنل ایکشن پلان کې شامله وه چې قبایلي سیمې به په خیبر پښتونخوا ګډوي خو تر اوسه پرې عمل ندی شوی.

https://www.mashaalradio.com/a/28575053.html

No comments: