Saturday, June 10, 2017

سیاسي ګوندونه د مشال خان د قاتلانو په اړه څه وايي؟




 د پاکستان سياسي ګوندونه وايي که د مشال خان په وژنه کې د دوي د ګوند غړي شامل وي نو دوي يې له خپلو ګودونو لرې کوي او عدالت چې هره سزا ورکړي نو دوي ته به هغه د منلو وړ وي.
د عوامي نشنشل ګوند مرکزي جنرل سیکریټري ميا افتخار حسين هم دا خبره کوي خو وايي چې د مشال خان د وژنې په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې رپورټ نيمګړی دی.
د میا افتخار حسېن په وینا ، دا ځکه چې د مشال خانه په وژنه کې د ډيرو سياسي ګوندونو غړي شامل دي خو په ياد رپورټ کې يوازې د دوي د ګوند نوم اخستل شوی دی.
نوموړي وویل ، د اسلامي جميعت طلبا يو غړی چې مشال خان يې په ډزو ويشتی وو او د پاکستان تحريک انصاف د زده کونکو د سازمان [ځايي] مشر چې د مشال خان د مړي بې حرمتي يې کړې وه په ویډیو کې څرګند دي خو په ګډ تحقيقاتي رپورټ کې دانه دي ويل شوي چې د دې کسانو تعلق له جماعت اسلامي او پاکستان تحريک انصاف سره دی.
​میا افتخار حسېن وویل ، دوی دا رپوټ په دې دلیل نیمګړی بولي چې یوازې پکې د پښتون سټوډنتس فېډريشن نوم اخیستل شوی دی.
خو د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف يو مشر غړی علي محمد خان بيا وايي چي د مشال خان د وژنې په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې رپورټ غير جانبداره او له سياسي مداخلته پاک دی.
نوموړی وايي د دوي د ګوند چې څوک هم د مشال خان په وژنه کې ککړ وي نو له ګوندهبه يې وباسي.
علي محمد خان وویل ، زموږ تګلاره خو د ظالم او اداري فساد ضد ده نو که زموږ يو سياسي کارکن پر دې تګلاره ځي خو سمه ده او که داسې نه کوي نو هغه موږ بيا له خپله ګونده وباسو.
د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي د مشال خان په وژنه کې د دوي د ګوند غړي ندي ککړ.
سراج الحقله مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، مشال خان هجوم وژلی دی کومه چې ډيره د فکر وړ خبره ده.
نوموړی وايي د دې پيښې په اړه ګډ تحقيقاتي رپورټ دوي مني او د پاکستان عدالتونه ازاد دی او چې څه پريکړه وکړي دوي ته به د منلو وړ وي.
مشال خان د خیبر پښتونخوا په مردان کې په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی وو.
نوموړی د ۲۰۱۷م کال د اپريل پر ۱۳مه نېټه بلواګرو زده کونکو مذهب ته د سپکاوي په تور وواژی.
د پاکستان تر ټولو لوی عدالت یا سپریم کورټ د هغه د وژنې لامل مالومولو لپاره د پلټنو په موخه د کارپوهانو او چارواکو یو ځانګړې ډله جوړه کړه.
دې ډلې په خپل رپوټ کې وویل چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی او د هغه د وژنې پلان یوه میاشت مخکې جوړ شوی وو.

No comments: