Sunday, March 19, 2017

بیا کډې باریږي، د کوزه مومندو موصل کور اولس حیران او پرېشان

د مومندو قبایلي سیمې انتظامیې د یکشنبې په ورځ د کوزه مومندو مېچنۍ موصل کورونو خلکو ته امر کړی چې هم نن سیمه تخلیه کړي او خپلې کډې دې وباسي، ځکه چې د دوی له کلي نه د ترهګرۍ د پېښو د پلان جوړېدو وېره لیدل کېږي.
خو د سیمې یو ملک عادل خان ترکزی وايي د دوی اکثره ځوانان د ملک په نورو برخو کې په خوارۍ، مزدورۍ بوخت دي او دلته یې کورنۍ پاتې دي، نو دا به ډېره ګرانه وي چې په دومره لږ وخت کې دې ټوله سیمه تخلیه کړل شي.
« په کشمير، پنډۍ او نورو ځایونو کې مو ځوانان په مزدورۍ بوخت دي، دلته یې په کورونو کې مېرمنې اوس کډې باروي، څوک چې طالب پېژني هم نه. »
ملک ترکزی زیاتوي چې د دوی د سیمې خلک وخت په وخت د طالبانو خلاف خپل غږ پورته کړی او له همدې وجې یې ډیری څوانان طالبانو وژلي هم دي، خو حکومت پر ځای ددې چې د قبایلي اولس د قربانیو احترام وکړي، به لوی لاس یې بې کوره کوي.
د ملک هاشم خان په نوم یو بل ځايی مشر چې پخپله یې هم کډه باره کړې، د مشال همکار ته یې وویل:
« کورونه خالي کوو لګیایو، څوک لاړل او څوک روان دي. د ګاډو په انتظار یو، نه پوهېږو چې چیرته به ځو، موږ خو د کرایو ورکولو وس هم نه لرو.»
د سیمې خلک وايي د کلو خالي کول او د کورونو ورانول د ستونزې حل نه دی. دوی وايي حکومت دې ورانکاري او د هغوی ملاتړ کونکي ونیسي، ټول خلک دې نه په عذابوي.
خو بل پلو د حکومت دریځ دا دی چې د کوز مومند د میچنۍ د موصل کورونو نه د د امنۍ د پېښو خطره لیدل کېده نو ځکه یې خلکو ته امر کړی چې کلی دې پرېږدي.
پاکستان تر دې وړاندې په خیبر، شمالي وزیرستان او باجوړ کې هم خلک په ورته ډول له خپلو سیمو بې کوره کړي چې ځینې یې د کلونو په تېریدو هم خپلو مېنو ته ستانه شوي نه دي.

No comments: