Wednesday, February 1, 2017

'د فاټا ولس د کېدونکې پرېکړې عمليکولو هڅه به کوو'

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سيوري لاندې نن [ګل ورځ] د اسلام آباد په يوه هوټل کې پر فاټا اصلاحاتو د قبايلي ولس يوه جرګه روانه ده. دغه جرګه پر دې غږېږي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډ شي او که ځان ته یوه خپله صوبه ولري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې په جرګه کې د اووه واړه اېجنسيو او شپږ ايف آرز څخه موجوده او پخواني پارلېماني استازي، قبايلي مشران، پخواني سفارتکاران او له سرکاري افسرانو سره سره زده کونکيو هم ګډون کړی دی.
د نوموړي په وينا چې د قبايلي سيمو د راتلونکې فيصله به د فاټا ولس کوي نه چې حکمرانان او يا د دوی لخوا ګمارل شوې کمېټه به یې کوي.
د عثمان کاکړ په وينا، په نننۍ جرګه کې چې قبايلي ولس څه هم فيصله وکړه نو د هغې عمليکولو لپاره به يې ګوند خپلې هڅې کوي.
بلخوا د قبايلي سيمو سياسي ګوندونو اتحاديې د پښتونخوا معپ د جرګې بايکاټ کړی او مشر نثار مومند یې وايي چې دغه جرګه د قبايلي سيمو د پرمختګ مخه نيسي.
د ذکر ده چې په دا ورستيو کې د وزيراعظم نواز شریف سلاکار امير مقام مشال راډيو ته ويلي ول چې د قبايلي سيمو تر اويا فيصده زيات خلک غواړي چې فاټا دې په خیبر پښتونخوا کې شامله کړل شي نو جميعت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دې د اصلاحاتي کمېټۍ د سپارښتنو مخالفت پرېږدي.
خو په جرګه کې موجود د خیبر اېجنسۍ پخواني پارلېماني استازي حميد الله جان مشال راډيو ته وويل چې د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ پر سپارښتنو اندېښنې او تحفظات لري. د نوموړي په خبره حکومت دې د يوې ټولپوښتنې [رېفرېنډم] له لارې د فاټا له ولسه پوښتنه وکړي چې هغوی په خېبرپښتونخوا کې شامیلېدل غواړي او که ځان له صوبه غواړي.
د يادونې ده چې په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کمېټې ګمارلې وه. دغه کمېټۍ د قبايلي سيمو تر دورو وروسته د فاټا اصلاحاتو په نامه یوه راپور وکښۍ او دا سپارښتنه یې کړه چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.
خو په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د جرګې یوه ګډونکوونکي او د فاټا يو مشر مولوي ډاکټر تاج محمد وايي چې د فاټا ښه راتلونکې په خېبر پښتونخوا کې له شامليدو سره نه بلکې ځان له په یوه خپله صوبه کې نغښتی دی.
خو له خېبر اېجنسۍ منتخب پارلېماني استازی شاه جي ګل اپرېدی وايي چې د قبايلي سيمو اکثریت ولس په خېبرپښتونخوا کې شاملېدل غواړي او په روانه جرګه کې به هم دا خبره په ډاګه شي.
نوموړي زياته کړه چې د فاټا هغه پارلېماني استازي چې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د شامیلېدو مخالفت کوي نو د هغوی د ګټې واحده ذريعه خو دا سیسټم دی او هغوی هېڅکله نه غواړي چې دا نظام دې ختم شي نو ځکه د کمېټۍ د سپارښتنو مخالفت کوي.
دا دې هم ياده وي چې قبايلي سيمې په اووه (۷) اېجنسو او شپږ (۶) اېف آرز مشتملې دي او د سيمو د پارلېماني استازیو په وينا چې آبادي يې تر يو کروړ وګړو زياته ده.

No comments: