Saturday, January 7, 2017

په اقتصادي راهدارۍ کې دې پښتنو ته خپله برخه ورکړل شي











افتاب احمد شیرپاو ویلي چې پښتنو د پاکستان لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي او باید د پښتنو پرمختیا ته پام وشي.

پېښور: د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد شیرپاو ویلي دي چې وفاقي حکومت دې په اقتصادي راهدارۍ کې پښتنو ته خپله برخه ورکړي.
افتاب احمد شیرپاو دا خبره د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شوقدر کې یوې غونډې ته په وینا کې کړې ده.
افتاب احمد شیرپاو ویلي چې پښتنو د پاکستان لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي او باید د پښتنو پرمختیا ته پام وشي.
نوموړي غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي او په دې سیمه کې دې سرشمېرنې بهیر په سمه توګه سر ته وروسول شي.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ملتپال ګوندونه وايي ، د پاکستان مرکزي حکومت د کاشغر ګوادر ترمنځ د اقتصادي لارې ټولې ګټې پنجاب ته وړې دي.
یو پلو مرکزي حکومت دا خبره ردوي او بل پلو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اعلا وزیرانو په دې وروستیو کې چین ته د سفر پر مهال وویل چې دوی پر اقتصادي راهدارۍ له روان کاره ډاډه دي.
دا د چین د سینک یانګ له مرکز کاشغره د بلوچستان تر ګوادره هغه پراخه اقتصادي لاره ده چې د چین په شاوخوا ۵۷ اربه ډالرو پانګه جوړېږي.

No comments: