Tuesday, December 20, 2016

۱۰۰ښځې: د پښتونخوا وږمه وايي په کم عمر کې واده د مرګ په څېر دی

د قبایلي سیمې د مومندو پښتنه فعاله پېغله وږمه فېروز وايي، "هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي ژوند یې داسې وی لکه مرګ. هغوی له هر څه پاتې وي، په خپله ماشومه وي، د لوبو او زده کړو وخت یې وي خو کال وروسته یې په غېږ کې ماشوم وي او د پالنې مسولیت یې پر غاړه شي." وږمه وايي" د پښتنو په ډېری سیمو کې ځینو ښځو ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي او هغه څه چې له دوی سره کېږي، پرمخ تللې نړۍ کې به ان له حیواناتو سره هم شوي نه وي." ۲۵ کلنه وږمه فېروز اوس د سوات په یوه پوهنتون کې کار کوي. http://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-38357795

No comments: